پېښور 29 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د صوبې د 19م وزیراعلیٰ ټاكنه به سبا په 01 مارچ د جمعې په ورځ كېږي ۔ د تحریك انصاف مرستياله آزاد غړے علی امین ګنډا پور او د (ن) لیګ د اړخه ډاکټرهشام انعام الله د وزیراعلیٰ چوكۍ لپاره امیدواران دي۔دې نه ځانله د مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې اپوزیشن لیډر لپاره ډاکټرعبادالله نومولے دے ۔ دا خبره دې ياده وي چې صوبائی اسمبلۍ كښې دا مهال د غړو شميره 118ده چې پكښې د سنی اتحاد کونسل غړو شميره 87 او 6 آزاد غړي په اسمبلۍ كښې موجود دي ٬ دغسې خېبر پښتونخوا اسمبلۍ كښې د اپوزیشن ګوندونو غړو شميره 25 ده