
کوئټه 28 فروري (اے پي پي) د بلوچستان صوبائي اسمبلۍ غونډه د سینئر صوبائی اسمبلۍ غړي زمرك خان اچکزئی په مشرۍ كښې وشوه،د غونډې په مهال نوو ټاكلے شوو د اسمبلۍ غړو سوزګند پورته كړو،په دې مهال د الیکشن په مهال چاؤدنو كښې په حق رسيدليو له لاس نيوه هم وشوه۔په دې موقع بلوچستان اسمبلۍ كښې چیئرمین هيله څرګنده كړه چې نوي ټاكلي شوي غړي به د بلوچستان ښه والي له خپل كردار ترسره كړي، دغسې د بلوچستان اسمبلۍ 57 غړو سوګند پورته كړو٬ د سوګند پورته كولو نه پس غونډه تر سبا ورځې درې بجو وځنډولې شوه، بلوچستان اسمبلۍ كښې د اسپیکر او ډپټی اسپیکر ټاكنې به سبا كېږي۔کاغذات نامزدګی به سبا تر 12 بجو جمع کېدې شي۔نوو ټاكلے شوو غړو كښې جام کمال،صادق سنجراني ،سرفراز بګټي ،اختر مینګل اسمبلۍ ته نه وؤ راغلي