
پېښور 28 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا د صوبائي اسمبلۍ نوو ټاكلے شوو 116 غړو د اسمبلۍ د غړيتوب سوګند پورته كړے ٬ په سوګند پورته كوونكو كښې په خاص چوكو كاميابې شوې پنځه مېرمنې غړې هم شاملې دي۔ د شورو په ورځ د سپيكر مشتاق احمد غني په مشرۍ كښې د صوبائي اسمبلۍ غونډه د قران پاك تلاوت نه پېل شوه ٬ د تلاوت نه وروستو سپيكر نوو ټاكلو غړو ته مباركي وركولو سره د دوي په ايوان كښې هركلے وكړو٬ په دې موقع سپيكر مشتاق غني د پاكستان دستور د آرټيكل 65 او د اسمبلۍ رولز قائده نمبر6 حواله وركولو كښې ووئيل نوې غړي په اردو٬ انګليسۍ او پښتو كښې سوګند پورته كولې شي٬ وار په وار به د غړو نامې اغستو نه وروستو سوګند پورته كوٶنكي په رجسټرډ كښې لاسليك كوي۔ د يادونې وړ ده د صوبائي اسمبلۍ په 115 عمومي چوكو كښې د فرورۍ په اتمه نيټه په 113 حلقه جات ټاكنې شوي ٬ په كوهاټ او باجوړ كښې د كانديدانو د حق رسېدو په سبب الېكشن كمېشن انتخابات ځنډولې او په شانګله او تور غر حقله جات د كاميابو كانديدانو د كاميابۍ اعلاميه نه ده جاري شوې٬ په سوګند پورته كوٶنكو كښې ثريا بي بي، فتح الملك علي ناصر،شرافت علي،علي شاه، اخترخان، فضل حكيم خان، امجدعلي، حامد الرحمن، سلطان روم، محمد نعيم، ګل ابراهيم خان، محمد يامين، محمد انور خان، محمد اعظم خان، همايون خان، شفيع الله، عبيد الرحمن، لياقت علي خان، حامد الرحمن، انورزېب خان، اجمل خان، شكيل احمد، مصورخان، رياض خان، سيد فخر جهاں، عبدالكبيرخان، محمد رشاد خان، عبادالله خان، فضل حق، سجاد الله، محمد رياض، زبېرخان، تاج محمد، منير حسېن، بابرسليم سواتي، زاهد جهانزيب، اكرام الله، سردارجهانزيب يوسف، نذير احمد عباسي، رجب علي خان عباسي، افتخار احمد خان، مشتاق احمدغني، اكبرايوب خان، ارشد ايوب خان، لك عديل اقبال، رنګيزاحمد، عاقب الله خان، عبدالكريم، فيصل خان، مرتضيٰ خان، زرشاد خان، طفيل انجم، عامر فرزند خان، محمد ظاهر شاه، محمد عبد الاسلام، طارق محمود ارياني، افتخار احمد مشواني، احترام علي، خالد خان، ارشدعلي، افتخارالله جان، فضل شكور خان، محمد عارف، محبوب شېر، محمد اسرار، محمد عدنان قادري، محمد سهېل آپريدے، عبدالغني، كرامت الله خان، ارباب محمد وسيم خان، اعجاز محمد، ارباب محمد عثمان خان، سميع الله خان، شېرعلي آپريدے، ظاهر خان، جلال خان، ارباب زرك خان، سيد قاسم علي شاه، ملك طارق اعوان، مينه خان، فضل الهي، زرعالم خان، محمد ادريس، خليق الرحمن، مياں محمدعمر، اشفاق احمد، آفتاب عالم آپريدے، شفيع الله جان، شاه ابو تراب خان بنګش، اورنګزېب خان، محمد رياض، علي هادي، محمد خورشيد، محمد سجاد، زاهد الله خان، پښتون يار خان، عدنان خان، اكرم خان دراني، محمد اقبال خان، نيك محمد خان ، جوهر محمد، هشام انعام الله خان، طارق سعيد، آصف خان، عجب ګل، مخدوم زاده محمد آفتاب حېدر، احمد كنډي، علي امين ګنډا پور، لطف الرحمن او احسان الله خا ن شامل دي٬ په خاص چوكو كاميابو شوو غړو كښې د جے يو آئي ريحانه اسماعيل، عاصمه عالم، د مسلم ليګ ثوبيه شاهد، شهلا بانو او د پيپلزپارټي نيلوفر بابر شامل دي۔