کراچۍ 27 فروري (اے پي پي) د پاکستان سپرليګ فرنچائز کراچي کنګز مهم لوبغاړے د نيوزي لېنډ وکټ کيپر بيټر ټم سېفرټ كراچۍ ته رارسېدلے ۔ ټم سېفرټ 57 ټي ټوئنټي مېچونه كړي چې پكښې ئې خپلو 54 اننګرز كښې د 54 چهكو او 102 چوكو په مرسته 1206 رنز جوړ كړي چې پكښې شپږ ځله ناټ آٶت پاتې شوے٬ ټم سېفرټ په يو اننګز كښې 88 رنز جوړ كړي۔ ټم سېفرټ د وكټ شاته 35 كېچونه او 7 كسان سټمپ آٶټ كړې هم دي۔