پیښور 27فروری(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا نوې ټاكلې شوې اسمبلۍ غونډه(نن)د شورو په ورځ 11 بجې كېږي۔د اسلامي جمهوريه پاكستان آئين آرټيكل 109 له مخې د خبرپښتونخوا ګورنر د نوې ټاكلې اسمبلۍ غړو څخه سوګند پورته كولو ٬د سپيكر او دوهم سپيكر ټاكلو ٬ سوګند پورته كولو او د وزيراعلٰی ټاكنې لپاره د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غونډه د شورو په ورځ د فرورۍ په 28مه نېټه كال 2024 د ورځې 11 بجې صوبائي اسمبلۍ هال پیښور كښې رابللې ده۔۔