د بلوچستان نګران وزيراعلٰی چيف منسټر سېكرټرېټ كښې د كيبنټ هال پرانسته وكړه

كوئټه 27فروری(اے پی پی)د بلوچستان نګران وزيراعلٰی مير علي مردان خان ډومكي چيف منسټر سېكرټرېټ كښې د نوې جوړ شوي كيبنټ هال پرانسته وكړه۔په دې موقع د مواصلات او تعميرات سېكرټري قمبر دشتي او اړوندو چارواكو وزيراعلٰی ته د نوې بلډنګ او كيبنټ هال په اړه بريفنګ وركړو۔د بلوچستان نګران وزيراعلٰی ووئيل سي ايم سېكرټرېټ د صوبې مهم انتظامي دفتر دے كوم كښې چې د نوې ودانۍ اضافه د انتظامي چارو تر سره كولو له به مرستياله ثابت شي۔په دې موقع هغه د هال د بېلو برخو څارنه هم وكړه