
پېښور ۔ 27 فروري (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی جسټس (ر)سيد ارشد حسين شاه په مردان كښې د ترهګرو په مقابله كښې د شهيد شوي اېس پي اعجاز په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره د شهيد لوړو درجو او غمجنې كورنۍ له د صبر او زغم دعا وكړه۔ وزيراعلی ژوبل شوو پوليس اهلكارو لپاره د نېكو هيلو څرګندونه كولو سره ووئيل مونږ د ځپليو كورنيو په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ ده وئيل د اېس پي اعجاز خان او د پوليس نورو شهيدانو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ ده وئيل د خېبر پښتونخوا پوليس تاريخ د قربانيو څخه ډك دے٬ مونږ د پوليس په دې قربانيو وياړ لرو۔ ده ووئيل حكومت به د شهيدانو كورنۍ يواځې نه پرېږدي