سری لنکا او افغانستان کرکټ ډلو ترمينځه وړومبې ټی ټونټی میچ (سبا) کېږي

کولمبو 16 فروري (اے پي پي) د سری لنکا او افغانستان کرکټ ډلو ترمينځه په درې ټی ټونټی نړيوال میچونو مشتمل سیریز وړومبې میچ به (سبا) د خالي په ورځ رنګیری دمبولا انټرنیشنل سټیډیم، دمبولا كښې كېږي۔دې څخه وړاندې د دواړو ډلو ترمينځه شوې ټیسټ میچ آئی لینډرز په 10 وکټو سره ګټلې ؤ، دې نه پس درې يو ورځنې نړيوال ميچونو سیریز کښې آئی لینډرز د افغانستان ډلې 0-3 …

کولمبو 16 فروري (اے پي پي) د سری لنکا او افغانستان کرکټ ډلو ترمينځه په درې ټی ټونټی نړيوال میچونو مشتمل سیریز وړومبې میچ به (سبا) د خالي په ورځ رنګیری دمبولا انټرنیشنل سټیډیم، دمبولا كښې كېږي۔دې څخه وړاندې د دواړو ډلو ترمينځه شوې ټیسټ میچ آئی لینډرز په 10 وکټو سره ګټلې ؤ، دې نه پس درې يو ورځنې نړيوال ميچونو سیریز کښې آئی لینډرز د افغانستان ډلې 0-3 سره ماتې وركړې ے۔په درې ون ډے انټرنیشنل میچونو مشتمل سیریز پالے کیلی انټرنیشنل کرکټ سټیډیم، پالے کیلی كښې شوې ؤ۔سری لنکا ډلي مشري وینندو هسرنګا کوي دغسې د افغانستان ډلې مشري ابراهیم زدران كوي۔درې ټی ټونټی انټرنیشنل میچونو سیریز به سبا د خالي په ورځ پيل كېږي، دويم ټی ټونټی میچ به په 19 فروری دغسې دريم او آخري ټی ټونټی میچ به په 21 فروری کېږي