اسلام آباد۔15فروری (اے پی پی) د قامي اتھليټكس ډلې هيډ كوچ چوهدري اصغر ګل د پنجاب اتھلېټكس اېسوسي اېشن پخواني عمومي سېكتر چوهدري محمد شريف په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ دغمرازۍ په خپل پېغام كښې ده ووئيل په صوبه كښې د اتھليټكس لوبې ته وده وركولو له به د ارواښاد خذمات تل ياد ساتلې شي۔