پالے کیلی۔13فروری(اے پی پی) د سري لنكا او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځنې مېچونو د مشتمل سيريز درېم او وروستې مېچ (سبا) د شورؤ په ورځ په پالے کیلی انټرنېشنل کرکټ سټېډیم، پالے کیلی كښې كولې شي۔ كوربه آئی لېنډرز ته د افغانستان په ضد د درې يو ورځني مېچونو په سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ سری لنکن لوبډلې په اولني مېچ كښی افغانستان …
د سري لنكا او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه دريم او وروستې يو ورځنې ميچ سبا كيږي

مزید خبریں
پالے کیلی۔13فروری(اے پی پی) د سري لنكا او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځنې مېچونو د مشتمل سيريز درېم او وروستې مېچ (سبا) د شورؤ په ورځ په پالے کیلی انټرنېشنل کرکټ سټېډیم، پالے کیلی كښې كولې شي۔ كوربه آئی لېنډرز ته د افغانستان په ضد د درې يو ورځني مېچونو په سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ سری لنکن لوبډلې په اولني مېچ كښی افغانستان ته 42 او په دويم مېچ كښې 155 رنز سره ماتې وركړې وه۔ دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه شوې يوازينے ټېسټ مېچ آئی لېنډرز په 10 وكټونو ګټلے وو۔ د افغانستان لوبډلې له د شېډول دورې له مخې د آئي لېنډرز په ضد د يو ټېسټ مېچ سره سره د درې يو ورځني او د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز كول دي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځني مېچونو د سيريز درېم او وروستې مېچ سبا د فرورۍ په 14 مه نېټه د شورؤ په ورځ كولې شي۔ د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز پېل به د فرورۍ 17 مې نېټې څخه كېږي۔ دويم ټي ټونټي مېچ به په 19 فروروۍ او درېم او وروستې مېچ به په 21 فرورۍ كولې شي۔ د ټي ټونټي سيريز دا درې واړه مېچونه به په رنګیری دمبولا انټرنېشنل سټېډیم، دمبولا كښې كولې شي۔











