د سري لنکا او افغانستان كركټ لوبډلو ترمېنځه وړومبۍ ون ډے به د فرورۍ په نهمه نيټه كېږي

کولمبو 06 فروري (اے پي پي) د سري لنکا او افغانستان كركټ لوبډلو ترمېنځه د درېو مېچونو د سيريز وړومبۍ ون ډے به د فرورۍ په نهمه نيټه پالے كېلي انټرنېشنل لوبغالي كښې كېږي۔ تفصيلات له مخې د دې نه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځه يو ټېسټ مېچ هم شوے ۔ د سيريز دوېمه ون ډے به په يوولسمه فرورۍ او آخري ون ډے به په 14مه فرورۍ پهالے كېلي انټرنېشنل لوبغالي كښې كېږي۔ د دې نه علاوه به د دواړو لوبډلو ترمېنځه د درې ټي ټونټي مېچونو سيريز به په 17مه فرورۍ پېل كېږي٬ دوېمه ټي ټونټي به په 19مه او آخري به په 21مه فرورۍ كېږي۔ د يادونې وړ ده درې واړه ټي ټونټي مېچونه به په دمبولا انټرنېشنل سټېډيم دمبولا كښې كېږي