فېصل آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د فېصل آباد په شمول د هېواد په ټولو ښارونو کښې سبا (د فرورۍ په 5 مه نېټه د ګل په ورځ) د کشمیر د یووالي ورځ نمانځلې کیږي او د ډیویژن ټولو څلورو ضلعو فیصل آباد، جهنګ، ټوبه ټیک سنګهـ پشمول د ټولو صوبائي ٬ ډویژنل، ضلعو، تحصیلونو او سټي هېډكوارټرز په كچه به لاريونونه ويستلې شي چې مقصد يۍ د …
د كشمير يووالي ورځ به (سبا) په بشپړ ډول لمانځلې شي ٬ د ورځې پيل به د سهار لمونځ په وخت خصوصي دعاګانو سره كيږي
فېصل آباد ۔ 04 فروری (اے پی پی) د فېصل آباد په شمول د هېواد په ټولو ښارونو کښې سبا (د فرورۍ په 5 مه نېټه د ګل په ورځ) د کشمیر د یووالي ورځ نمانځلې کیږي او د ډیویژن ټولو څلورو ضلعو فیصل آباد، جهنګ، ټوبه ټیک سنګهـ پشمول د ټولو صوبائي ٬ ډویژنل، ضلعو، تحصیلونو او سټي هېډكوارټرز په كچه به لاريونونه ويستلې شي چې مقصد يۍ د نړۍ پام د كشمير مسئلې حل او د خپلواكۍ حق ترلاسه كول باوري كولو پلو ګرځول دي۔ په دې موقع به د بېلا بېلو سياسي، ديني او مذهبي ګوندونو لخوا ځانګړې سيمينارونه، كنفرنسونه، مباحثې ، مذاكرې، غونډې او جلوسونه كېږي چې پكښې به هر مكتب فكر سره تعلق لرونكي شخصيتونه په لويه شمېره ګډون كوي۔د فېصل آباد په شمول د نورو ښارونو بېلو مذهبي، سياسي، سماجي او سوداګريزو تنظيمونو (سبا) کشميري وروڼو سره د پيوستون څرګندولو لپاره بېلابېل پروګرامونه جوړ کړي دي چې له لارې به يې د نړيوالو قوتونو پام د کشمير مسئلې حل پلو ګرځولے شي۔ د کشمیر د يووالي ورځ په بشپړه ډول او ملي جوش او جذبې سره د لمانځلو په شمول په ټولو لویو او وړو ښارونو کښې به د سیاسي، ديني، مذهبي، اولسي او ټولنیزو تنظیمونو لخوا ستر لاریونونه ويستلې شي او د انساني لاسونو زنځیرونه به هم جوړولې شي۔ د ګل ورځې پېل به د سهار د لمانځه په وخت کښې د کشمیر د آزادۍ، د پاکستان د ثبات، ملي امنیت، د ترهګرۍ د خاتمې، د اسلامي نړۍ د سرلوړۍ، د کشمیري او پاکستاني اولس د سوکالۍ، د سولې د ټینګښت ٬ د ورورلۍ د فضا د پراختيا، د مسلمانانو تر منځ د يووالي، له طبيعي آفتونو او د ناڅاپي پېښو څخه د بچ پاتې كېدو دعاګانو سره کېږي۔












