اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چين سره د مكمل روابطو د لارې د سي پېك وړومبي پړاٶ مېوو ترلاسه كېدو نه پس دوېم پړاٶ ته رسېږو٬ د بي آر آئي د وړومبي پړاٶ مقاصد د سي پېك په صورت ترلاسه كړے شوي٬ پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلها موقعې شته ٬ چين سره په شراكتدارۍ اډانه اړيكې لرو، سي پېك سره …
چين سره د روابطو د لارې د سي پېك وړومبي پړاٶ مېوو ترلاسه كېدو نه پس دوېم پړاٶ ته رسېږو۔ د نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د چين خپرونو ادارې ”سي جي ټي اېن” سره مركه

مزید خبریں
اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چين سره د مكمل روابطو د لارې د سي پېك وړومبي پړاٶ مېوو ترلاسه كېدو نه پس دوېم پړاٶ ته رسېږو٬ د بي آر آئي د وړومبي پړاٶ مقاصد د سي پېك په صورت ترلاسه كړے شوي٬ پاكستان كښې د سرمايه كارۍ بلها موقعې شته ٬ چين سره په شراكتدارۍ اډانه اړيكې لرو، سي پېك سره په منطقه كښې د پرمختګ يو نوې دور پېل شوے ، ټولنيز پرمختګ لپاره د منطقې ټولو هېوادونو سره په زړه پورې اړيكې جوړول د وخت ضرورت دے ٬ د ډېووس دورې په مهال د چين د خپرونو ادارې ”سي جي ټي اېن” سره خپله مركه كښې وزيراعظم انوار الحق کاکړ ووئيل په صنعتي مېدان كښې پرمختګ سره به معاشي استحكام راشي۔ د نګران كابينې د معيشت بهترۍ لپاره د ترجيحات په اړه د پوښتنې په ځواب ده ووئيل زمونږ په اېجنډا كښې اقتصادي بحالي تر ټولو وړومبۍ ده٬ د ټېكنالوجۍ په بدلولو بحث روان دے، دا لوئې عوامل ګرده نړۍ كښې هر ډول اقتصادي هلې ځلې متاثره كوي، په خاص توګه د منطقې په بېلا بېلو شخړو او د فلېش پوائنټس پحقله د خيالاتو څرګندونه كېږي او د سپلائي چېن او د مجموعي اقتصادي هلو ځلو متاثره كولو په اړه هم خبرې كېږي۔ وزيراعظم ووئيل پاكستان د شته موقعو څخه ګټه پورته كولو په اړه ماحول ته ګوري٬ مونږ دا مهال د رامخې ته چېلنجونو او د چېلنجونو مخنيوي لپاره د اقداماتو په پړاٶ كښې يوو۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د هېواد په كچ كله چې د حكومت حجم دومره زيات نه دے نو مونږ له خرڅونه كمولو او آمدن زياتولو پلو پام ګرځولو ته اړتيا ده، مختصر حکومت تل كاروبار٬ زيات آمدن ترلاسه كولو ٬ د ټېكسېشن ښه نظام او بنيادي انفراسټركچر اصلاحات لپاره ښه وي او دا يوه داسې څانګه ده كومه چې معاشي بحالۍ او د هېواد په اقتصادي اېجنډا كښې تر ټولو وړومبۍ پكار ده ۔ ده ووئيل په كوم ډول چې د چين صدر شي جن پنګ په مشرۍ كښې د بي آر آئي منصوبه روانه ده٬ پاكستان دغې څخه بشپړه ګټه پورته كولو ته پام ګرځولے ۔ ده ووئيل چين څخه صنعتونه سوئيلي ختيزې اسيا٬ سوئيلي آسيا٬ سوئيلي امريكا او د نړۍ يو شمېر برخو ته منتقل كېږي٬ پاكستان دې څخه بايد بشپړه ګټه پورته كړي او خپل ځان د يو فعاله اقتصادي هېواد او مېنوفېكچرنګ په توګه رامخې ته كړي۔ ده ووئيل د مېنوفېكچرنګ څانګه ټولې منطقې لپاره يو مركز جوړېدې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ خاص اقتصادي زونز ته پام لرنه كوو ٬ مونږ ھغه ټولې پاليسۍ جوړوٶ چې ورسره نېغ په نېغه غېر ملكي سرمايه كارۍ كښې د حكومت لخوا سهولت وي۔ د بي آر آئي پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ماحوليات پحقله د تل پاتې اقدامات له مخې بلها موقعې موجود دي٬ د موسمياتي بدلون او د نړيوالو ذمه وارو تر مخه د سپېځلې توان پېداوار كوم چې د آبادۍ استعمال لپاره بهتر وي٬ دا يوه داسې څانګه ده چرته چې به د جدت وړ نوې ټېكنالوجۍ راشي او په لويه كچه به سرمايه كاري وشي چې پكښې په باوري توګه چين خپلو شراكتدارو سره په ګډه سرمايه كاري د عملي كولو صلاحيت لري او پاكستان دغې څخه زياته ګټه پورته كولې شي ۔ ده ووئيل كله چې چين ترقي كوي نو ټولو ته ئې ګټه رسي٬ د چين ماډل په اړه تر ټولو ښه خبره دا ده چې ھغوي په اقتصادي مداخلت باوري لري٬ د ټولو په ګټه باور لري ٬ په شريكه همكارۍ او مرسته باور لري٬ دا ډول رويې څخه تخليقي صلاحيتونه رامخې ته كېږي٬ په نوي حل اډانه لائحې جوړېږي او انساني سفر لا زياتېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مكالمې او مباحثو ته بايد رسنه زياته كړې شي٬ زيات خلق په دې كښې شاملول پكار دي٬ په اولسي كچه دا ډول مباحثو او خبرو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل په وړومبي پړاٶ كښې سمه بيانيه تخليق كولو ته اړتيا ده٬ د سمو او معياري معلوماتو وركولو ضرورت دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل مونږ د چين معيشت په اړه تل باوري يو٬ د دې منطق دا دے چې د يو نيم ارب مصرف كوٶنكو او د كار خلقو په سبب پاتې نړۍ چين سره تړلې شوې او دوي ته د آسيا پېداوار برآمد كوي٬ د يو نيم ارب آبادۍ هېواد له پاتې دنيا سره پېوست پاتې كېدل دي٬ ده ووئېل چين بهترين انساني وسائل لري٬ ھغوي سره د ماليات سمې ذريعې شته، د لوئې منډۍ په سبب نړۍ په چين كښې خوښي لري او چين هم په نړۍ كښې خوښي لري او په دې سبب معيشت وده كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سياسي هلې ځلې د پاكستان پشمول د بېلا بېلو سياسي نظامونو آئيني تقاضا ده٬ پاكستان كښې مونږ ټولټاكنو پلو وران يو٬ مونږ اولس لپاره د خپلې خوښې د انتخاب په دې پړاٶ كښې د نيكو هيلو څرګندونه كوٶ څوك چې د خپل منتخب حكومت او قيادت انتخاب په دې هيله كوي جې اقتصادي ايجنډا به له هر څه اول ګني ۔











