اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) انټيلي جنس بيورو لپاره د 25 كروړه روپو تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري وركړې ده۔ د اي سي سي غونډه د نهې په ورځ د خزانې نګرانې وفاقي وزيرې ډاکټر شمشاد اختر په مشرۍ كښې وشوه٬ په غونډه كښې د نجكارۍ نګران وزير فواد حسن فواد، د منصوبه بندۍ نګران وزير محمد سميع سعيد، د منصوبه …
د کابينه اقتصادي رابطه کمېټۍ انټيلي جنس بيورو لپاره د 25 كروړه روپو تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري وركړه
اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) د کابينه اقتصادي رابطه کمېټۍ (اي سي سي) انټيلي جنس بيورو لپاره د 25 كروړه روپو تكنيكي ضمني ګرانټ منظوري وركړې ده۔ د اي سي سي غونډه د نهې په ورځ د خزانې نګرانې وفاقي وزيرې ډاکټر شمشاد اختر په مشرۍ كښې وشوه٬ په غونډه كښې د نجكارۍ نګران وزير فواد حسن فواد، د منصوبه بندۍ نګران وزير محمد سميع سعيد، د منصوبه بندۍ دوهم چيئرمېن ډاکټر محمد جهانزېب خان، د قانون وزير احمد عرفان اسلم، خزانې لپاره د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر وقار مسعود، وفاقي سېكترانو او د اړوندو وزارتونو چارواكو ګډون كولو۔ په غونډه كښې جاري مالي كال كښې د انټيلي جنس بېورو لپاره د 25 كروړه روپو د اضافي فنډز وركولو په اړه سمري وړاندې كړې شوه ۔ په دې موقع د انټيلي جنس بېورو لخوا كمېټۍ ت هد ترهګرۍ پېښو كښې په اضافه بريفنګ هم وركړے شو۔










