سډنی۔6جنوری(اے پی پی) آسټریلیا په سډني ټېسټ كښې پاکستان ته په 8 وکټونو ماتې وركولو سره د درې مېچونو په سېريز كښې وائټ واش كړو۔ د ټېسټ په څلورمه ورځ پاکستان آسټرېلیا ته مېچ ګټلو لپاره د 130 رنز هدف وركړو كوم چې په آسانۍ سره د دوه وكټونو په زيان ترلاسه كړے شو۔ مارنس لابوشین 62 رنز وكړل٬ عامر جمال د مېچ او پیټ کمنز د سيريز غوره لوبغاړے …
آسټریلیا د درې ميچونو په سيريز كښې پاكستان وائټ واش كړو
سډنی۔6جنوری(اے پی پی) آسټریلیا په سډني ټېسټ كښې پاکستان ته په 8 وکټونو ماتې وركولو سره د درې مېچونو په سېريز كښې وائټ واش كړو۔ د ټېسټ په څلورمه ورځ پاکستان آسټرېلیا ته مېچ ګټلو لپاره د 130 رنز هدف وركړو كوم چې په آسانۍ سره د دوه وكټونو په زيان ترلاسه كړے شو۔ مارنس لابوشین 62 رنز وكړل٬ عامر جمال د مېچ او پیټ کمنز د سيريز غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ د خالي په ورځ پاكستان خپل دويم نېمګړے اننګز پېل كړو دغه وخت د پاكستان مجموعي سكول 68 رنز او 7 لوبغاړي يۍ پوېلين ته بېرته تللې وو۔ پاتې لوبغاړو مجموعي سكور 115 ته ورسولې شو۔ پاكستان په مجموعي توګه آسټرېليا ته د 130 رنز هدف وركړو كوم چې آسټرېليا د دوه وكټونو په زيان ترلاسه كړو۔ لابوشین 62 رنز جوړ كړل او د پاكستان لخوا دواړه وكټونه ساجد خان ترلاسه كړل۔ عامر جمال د مېچ او پیټ کمنز د سيريز غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔










