پرتھ۔13دسمبر(اے پی پی) د آسټرېلیا او پاکستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ سبا د زيارت ورځې څخه تر 18 دسمبر په پرتھ سټیډیم كښې كېږي۔ د پاكستان كركټ لوبډله دا مهال د آسټرېلیا په دوره ده چرته به چې د كوربه لوبډلې په ضد په درېو ټېسټ مېچونو مشتمل سيريز كوي۔ د ټېسټ سيريز په مهال به د پاكستان مشري نوموړے لوبغاړے شان …
د آسټرېلیا او پاکستان ترمينځه د درېو ټېسټ مېچونو سيريز اولنے مېچ سبا پېل كېږي
پرتھ۔13دسمبر(اے پی پی) د آسټرېلیا او پاکستان كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ سبا د زيارت ورځې څخه تر 18 دسمبر په پرتھ سټیډیم كښې كېږي۔ د پاكستان كركټ لوبډله دا مهال د آسټرېلیا په دوره ده چرته به چې د كوربه لوبډلې په ضد په درېو ټېسټ مېچونو مشتمل سيريز كوي۔ د ټېسټ سيريز په مهال به د پاكستان مشري نوموړے لوبغاړے شان مسعود او د آسټرېلیا لوبډلې نوموړے آل راؤنډر پیټ کمنز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه دويم ټسټ به 26 څخه تر 30 دسمبر په اېم سی جی ،مېلبورن او دريم او وروستے ټېسټ مېچ به 3 څخه تر 7 جنورۍ كال 2024 په سډني كركټ ګراؤنډ كښې كولې شي۔










