د پاكستان او ايتهوپيا ترمينځه د شريك وزارتي كمېشن جوړولو ضرورت دے ۔د خزانې نګران وفاقي وزيرې شمشاد اختر د ايتهوپيا سفير سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي)د خزانې٬محصولات او اقتصادي چارو نګران وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر د پاكستان او ايتهوپيا شريك وزارتي كمېشن زر جوړولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي دې څخه به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت٬اقتصاديات پشمول ځانګړو څانګو كښې د مرستې نوو لارو لټون او سمت تعين كولې شي۔دې دا خبرې د نهې په ورځ پاكستان كښې د جمهوريه ايتهوپيا سفير جمال باقر …

اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي)د خزانې٬محصولات او اقتصادي چارو نګران وفاقي وزيرې ډاكټر شمشاد اختر د پاكستان او ايتهوپيا شريك وزارتي كمېشن زر جوړولو په ضرورت زور راوړولو سره وئېلي دي دې څخه به د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت٬اقتصاديات پشمول ځانګړو څانګو كښې د مرستې نوو لارو لټون او سمت تعين كولې شي۔دې دا خبرې د نهې په ورځ پاكستان كښې د جمهوريه ايتهوپيا سفير جمال باقر عبدالله سره ملاقات كښې كړې۔په ملاقات كښې د شريكې خوښې٬اقتصادي٬مالي او سماجي مرستې په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده ۔د خزانې وزيرې د ايتهوپيا سفير هركلے كړے او د پاكستان په اړه د هغه مهارت او معلومات ئې وستائېل۔دې ووئيل د دواړو هېوادونو لپاره د ماركيټونو او سرمايه كارۍ موقعو لټولو لپاره موقعې موجود دي۔دې د دواړو هېوادونو شريك وزارتي كمېشن زر تر زره جوړولو په ضرورت زور راوړو شره ووئېل دې څخه به يو داسې پليټ فارم ترلاسه شي چرته چې د دوه اړخيزه تجارتي اړيكو اقتصادي مرستې او سرمايه كارۍ كښې د اضافي په اړه د خيالاتو څرګندونه كېدې شي۔د ايتهوپيا سفير ووئيل ايتهوپيا د پاكستان مالياتي څانګو٬زرعي٬فارماسيوټيكل او تكنيكي مصنوعات لپاره زړه راښكونكے ماركيټ دے۔ده د پاكستان په مالياتي ادارو زور راوړو چې هغوي د ايتهوپيا ګټورې منډيانې ولټوي۔ده پاكستانو بانكونو ته ايتهوپيا كښې د خپلو څانګو پرانستلو بلنه هم وركړه او وې وئېل چې دې څخه به د سرمايه كارو باور زيات شي۔د خزانې وزيرې د ايتهوپيا سفير مننه وكړه او وې وئېل د ايتهوپيا مالياتي پوهان د پاكستان مالياتي څانګو سره خبرو اترو لپاره د پاكستان دوره كولې شي۔دې د ايتهوپيا سره دوه اړخيزه تجارت او د سرمايه كارۍ اړيكې لا قوي كولو خواهش هم څرګند كړو۔