د پاليسو د تسلسل نشتوالي په سبب ګټلے جنګ مونږ بيا كوٶ، په دې جنګ كښې د ټولو شراكتدارو ګډون ضروري دے۔ د وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي په پوليس لائنز كښې وېنا

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) نګران داخله وزير مير سرفراز احمد بګټي پاکستان د ترهګرۍ لعنت نه پاكولو له د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د پاليسو د تسلسل نشتوالي په سبب ګټلے جنګ مونږ يو وارې بيا كوٶ، په دې جنګ كښې د ټولو شراكتدارو ګډون ضروري دے، دا د پاكستان د ځواكونو او د سول آرمډ فورنس نه بلكې د رياست جنګ دے٬ په دې …

اسلام آباد 11 دسمبر (اے پي پي) نګران داخله وزير مير سرفراز احمد بګټي پاکستان د ترهګرۍ لعنت نه پاكولو له د عزم پخلي كولو سره وئيلي دي د پاليسو د تسلسل نشتوالي په سبب ګټلے جنګ مونږ يو وارې بيا كوٶ، په دې جنګ كښې د ټولو شراكتدارو ګډون ضروري دے، دا د پاكستان د ځواكونو او د سول آرمډ فورنس نه بلكې د رياست جنګ دے٬ په دې كښې كاميابۍ لپاره پارلمان، عدليه او د ميډيا پشمول د ټولو شراكتدارو شموليت ضروري دے۔ ده دا خبرې د ګل په ورځ پوليس لائنز اسلام آباد كښې د پوليس کانسټيبلز 39م بېچ د سوګند پورته كولو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د اسلام آباد چيف کمشنر، آئي جي پي، ډپلوميټس، د پوليس پخواني چارواكي هم په دستوره كښې موجود وو۔ سرفراز احمد بګټي ووئيل دا زما لپاره د خوشحالۍ خبره ده چې عملي ژوند پېل كوٶنكو مېرمنو او نارينا پوليس کانسټيبلز ته مخاطب يم ٬ دې ځوانانو له خپل ځان اولس لپاره وقف كول دي۔ ده ووئيل مونږ ته دوه ډول چېلنجونه رامخې ته دي چې پكښې د مذهب او قام پرستۍ په بنياد ترهګري شامله ده٬ حالانکه د دې دواړو څيزونو ترهګرۍ سره هېڅ تعلق نشته٬ ده ووئېل د يو سازش له مخې ترهګري د مذهب او قام پرستۍ سره د تړلو هڅه شوې ده٬ هېواد كمزورے كولو لپاره “پراكسيز” كېږي٬٬ د دې ناكامۍ لپاره د پاكستان وسله والو ځواكونو او سول آرمډ فورسز د قربانۍ عظيمې جذبې تر مخه په فرنټ لائن پاتې كېدو سره په نړۍ كښې نوې مثال جوړ كړے۔ ده ووئيل د كال 1947 نه زمونږ د ټولو شناخت د پاكستاني دے٬ مونږ ټول وړومبے پاكستانيان او د دې نه پس پښتون٬ پنجابۍ٬ بلوچې٬ سندھې٬ سرائيكې٬ ګلګتې او كشميريان يو،۔ په دې موقع ده نوې بهرتي پوليس ځوانانو ته ووئيل د خپلو وسائلو دننه كه ژوند كوٶ نو كرپشن پلو به نه راغب كېږو٬ كله چې صادق او امين جوړ شوو نو يوه اداره٬ تنظيم به ستاسو په ضد د سروے رپورټ د جاري كولو په پوزيشن كښې نه وي٬ ده ووئېل په هېواد كښې د نورو چيلنجونو په ډول ټولنه كښې كرپشن هم يو لوي چېلنج جوړ شوے٬ چې مونږ ټول سم شو نو يو طاقت مونږ د پرمختګ نه نشي ايسارولے ٬ مونږ له د دې پوښتنې ځواب هم لټول دي چې مونږ ولې وروسته پاتې شوې يو