د وېسټ انډيز او انګلېنډ لوبډلو ترمينځه اولنے يو ورځنے مېچ په 3 دسمبر كيږي

جمیکا۔1دسمبر (اے پی پی) د وېسټ انډيز او انګلېنډ كركټ لوبډلو ترمينځه په درېو يو ورځنيو مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ په 3 ستمبر سر وېوېن رچرډز سټېډیم، نارتھ ساؤنډ، انټیګا كښې كیږي۔ د برطانيې كركټ لوبډله دا مهال د وېسټ انډيز په دوره ده چرته به چې هغه د كوربه لوبډلې په ضد په درېو يو ورځنيو او 5 ټي ټونټي مېچونو مشتمل سيريز كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنيو مېچونو سيريز پېل به د روانې مياشتې 3 مې نېټې څخه په سر ویوین رچرډز سټیډیم، نارتھ ساؤنډ، انټیګا كېدونكي مېچ څخه كېږي۔ دويم مېچ به هم په دې سټېډيم كښې په 6 دسمبر او درېم او ورستے يو ورځنے مېچ به په 9 دسمبر بارباډوس كښې كېږي۔ دې څخه وروستو به د دواړو لوبډلو ترمينځه په 5 ټي ټونټي مېچونو د مشتمل سيريز پېل په 13 دسمبر كېدونكې مېچ څخه كېږي۔ دويم ټي ټونټي مېچ به په 15 دسمبر ٬ درېم په 17 دسمبر څلورم په 20 دسمبر او پنځم او وروستے ټي ټونټي مېچ به په 22 دسمبر كېږي