لندن۔28نومبر(اے پی پی) د انګلنېډ كركټ بورډ (اي سي بي) اعلاميې له مخې د برطانېي مېنز كركټ لوبډله راروانه مياشت د وېسټ انډيز دوره كوي۔ د انګلېنډ كركټ لوبډله به د كوربه لوبډلې په ضد 3 يو ورځني او 5 ټي ټونټي مېچونو سيريز كښې برخه اخلي ۔ دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز پېل به په 3 دسمبر كېدونكي مېچ څخه كېږي كوم به چې په سر وېوېن رچرډز اسټیډیم، نارتھ ساؤنډ، انټیګا كښې كولې شي۔ دويم مېچ به په 6 دسمبر هم په دې سټېډيم كښې او درېم به په 9 دسمبر بارباډوس كښې كېږي۔ د يو ورځنو مېچونو سيريز كښې به د برطانېي لوبډلې مشري وكټ كيپر بېټر بټلر او د وېسټ انډيز مشري شائي هوپ كوي۔ دې څخه وروستو به د 5 ټي ټونټي سيريز مېچونو پېل 13 دسمبر څخه كېږي۔ د 5 ټېسټ مېچونو په سيريز كښې به اولنے مېچ په 13 دسمبر ٬ دويم په 15 دسمبر ٬ درېم په 17 دسمبر ٬ څلورم په 20 دسمبر او پنځم او وروستے ټي ټونټي مېچ به په 22 دسمبر كولې شي