اسلام آباد۔28 نومبر(اے پی پی) د پاكستان اتھلېټكس فېډرېشن تر سېوري لاندې 51 م قومي 5 م یوتھ اېنډ جونیئر اتھلېټکس چېمپئن شپ دسمبر دويمې نېټې نه پېل كېږي او تر 8 دسمبر به دوام لري ۔ د پاکستان اتھلېټکس فېډرېشن چیئرمین مېجر جنرل ریټائرډ محمد اکرم ساهي ووئيل د چېمپئن شپ تیارۍ روانې دي۔ په دې چېمپئن شپ كښې ګرد هېواد څخه 14 لوبډلې برخه اخلي په كومو كښې چې د پاکستان آرمي ، پاکستان ائیر فورس، پاکستان نیوي ، پاکستان واپډا، پاکستان رېلوے، پاکستان پولیس، هائر اېجوکېشن کمېشن، پنجاب، سندھ، بلوچستان، اسلام آباد، د آزاد جموں و کشمیر او ګلګت بلتستان ډلې شاملې دي۔