بنګلورو۔4نومبر(اے پی پی) په آئی سی سی ورلډ کپ كښې پاكستان نیوزی لېنډ ته په يو مهم مېچ كښی د زبردستې مقابلې څخه وروستو د ډک ورتھ لوئس مېتھډ لاندې 21 رنز سره ماتې وركولو سره څلورمه كاميابي ترلاسه كړه۔ نیوزی لېنډ اول بېټنګ كولو سره پاكستان ته په مقرره اوورز كښې د 6 وكټونو په زيان د 401 رنز يو لوے ټارګټ وركړو۔ د دې په ځواب كښې پاكستان په 25.3 اوورز كښې د يو وكټ په نقصان 200 رنز جوړ كړل۔ د باران د لاسه مېچ اودرولې شو كوم چې بيا پېل نه كړې شو او د ډک ورتھ لوئس مېتھډ لاندې ګرين شرټس 21 رنز سره بريالې وګرځولے شو۔ فخر زمان په 81 بالونو د 11 چھکو او 8 چوکو په مرسته 126 رنز جوړ كړل او د لوبډلې په برياليتوب كښی يۍ مهم كردار ترسره كړو۔ بابر اعظم 66 رنز جوړ كړل۔ دا دواړه لوبغاړي اؤټ نه شول۔ د خالي په ورځ په بنګلور كښې شوي د ورلډ كپ په 35 مې مېچ كښې پاكستانۍ لوبډلې ټاس ګټلو سره حريف لوبډلې ته د بېټنګ كولو بلنه وركړه۔ نيوزي لېنډ د 6 وكټونو په زيان 401 رنز جوړ كړل۔ په ځواب كښې پاكستانۍ لوبډلې په 25.3 اوورز كښې د يو وكټ په زيان 200 رنز جوړ كړل۔ د باران د لاسه مېچ يو ځل بيا اودرولې شو كوم چې ختم كړے شو او د ډک ورتھ لوئس مېتھډ لاندې ګرين شرټس 21 رنز سره بريالې وګرځولے شو۔فخر زمان په 81 بالونو د 11 چھکو او 8 چوکو په مرسته 126 رنز جوړ كړل او د لوبډلې په برياليتوب كښی يۍ مهم كردار ترسره كړو۔ بابر اعظم 66 رنز جوړ كړل۔ دا دواړه لوبغاړي اؤټ نه شول۔ دا د پاکستان په ميګا ايونټ كښې څلورمه كاميابي ده ٬ پاكستان 8 پوائنټس سره 5م لمبر ته راغلې دې۔ د نیوزی لېنډ لوبډله د ماتې خوړلو باوجود د غوره رن رېټ لا امله په څلورم لمبر ده۔