کولکته۔28اکتوبر(اے پی پی) په آئی سی سی کرکټ ورلډ کپ كښې پاكستان خپل 7 م مېچ په 31 اكتوبر د بنګله دېش په ضد كوي۔ پرله پسې څلور مېچونو كښې ماتې خوړلو څخه وروستو قومي لوبډلې لپاره د سيمي فائنل په زغل كښې شاملېدو له دا مېچ ګټل ضروري دي۔ پاكستان په 6 مېچونو كښې يوازې دوه مېچونه ګټلي دي۔ پاكستانۍ لوبډله به د بابر اعظم او د بنګله دېش لوبډله به د شکیب الحسن په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ پاكستان به خپل 8 م مېچ د نيوزي لېنډ په ضد په 4 نومبر او 9م او وروستې مېچ په 11 نومبر د انګلېنډ په ضد كوي۔