
چنائي 23 اکتوبر (اے پي پي) آئي سي سي ورلډ كپ٬ افغانستان پاكستان له په اته وكټونو سره اپ سېټ ماتې وركولو سره تاريخ رقم كړو٬ دا د افغانستان د پاكستان په ضد د ون ډے په تاريخ كښې وړومبۍ ګټه وه٬۔ تفصيلاتو له مخې افغان لوبدلې د پاكستان د 283 رنګ هدف په 49 اوورز كښې ترلاسه كولو سره تاريخ رقم كړو٬ چې پكښې د افغانستان درې لوبغاړو 50 ٬ 50 رنزونه كړي او كپتان حشمت الله شاهدي 48 رنز سره ناټ آٶټ پاتې شوې٬ ابراهيم زادران مېن آف دي مېچ وګرځولے شو۔ د يادونې وړ ده چې د ګرين شرټس دا په آئي سي سي ورلډ كپ كښې درېم ماتې دے او دې مېچ سره ئې سيمي فائنل ته د رسېدو امكانات هم معدوم شوي۔ د ګل په ورځ په چنائي هند كښې د ورلډ كپ په 22م مېچ كښې پاكستان وړومبې بېټنګ كولو سره په مقرر اوورز كښې د 7 وكټس په زيان 282 رنز جوړ كړل چې په ځواب كښې ئې افغان لوبدلې د پاكستان د 283 رنګ هدف په 49 اوورز كښې ترلاسه كولو سره تاريخ رقم كړو او دې سره افغانستان د ورلډ كپ پوائنټس ټېبل كښې شپږم نمبر ته ورسېدو