ورلډ كپ كښې پاكستان خپل 5 م ميچ په 23 اكتوبر د ګل په ورځ د افغانستان په ضد كوي

پنډۍ۔21اکتوبر(اے پی پی) آئی سی سی کرکټ ورلډ کپ كښې به پاکستان خپل 5 م مېچ د اكتوبر په 23 مه نېټه د ګل په ورځ د افغانستان په ضد كوي ، پرله پسې دوه مېچونو كښې ماتې خوړولو څخه وروستو دا ګرين شرتس لپاره زيات مهم مېچ دے۔ پاكستان په څلور مېچونو كښې 2 كښې كاميابي ترلاسه كړې او دوه كښې يۍ ماتې خوړلې ده۔ قومي لوبډلې په اولني …

پنډۍ۔21اکتوبر(اے پی پی) آئی سی سی کرکټ ورلډ کپ كښې به پاکستان خپل 5 م مېچ د اكتوبر په 23 مه نېټه د ګل په ورځ د افغانستان په ضد كوي ، پرله پسې دوه مېچونو كښې ماتې خوړولو څخه وروستو دا ګرين شرتس لپاره زيات مهم مېچ دے۔ پاكستان په څلور مېچونو كښې 2 كښې كاميابي ترلاسه كړې او دوه كښې يۍ ماتې خوړلې ده۔ قومي لوبډلې په اولني مېچ كښې نېدر لېنډ ته 81 رنز سره او دويم مېچ كښې سري لنكا ته په 6 وكټونو ماتې وركړه۔ په درېم مېچ كښې پاكستان د خپل روايتي حريف په ضد 7 وكټونو او څلورم مېچ كښې د آسټرېليا په ضد 62 رنزونو سره ماتې وخوړله۔ پاكستانۍ لوبډله به د نوموړي بېټر بابر اعظم او د افغان لوبډله به د حشمت اللہ شاهدی په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔

مزید خبریں