د فلسطيني اولس حقونو له د دوئي تر څنګ ولاړ يوو٬ سعودي عربستان

ریاض۔10اکتوبر(اے پی پی) سعودي عربستان وئيلي دي سعودي حكومت به د فلسطيني اولس حقونو ترلاسه كولو له د دوئي تر څنګ ولاړ وي۔ د سعودی خبري اژانس له مخې سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان فلسطيني صدر محمود عباس سره ټېلېفوني خبرو كړي ۔ دواړو لارښودو په دې مهال په غزه كښې د تاؤ تريخوالي په صورتحال ٬ د سيمې په سلامتيا او استحكام د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ولي …

ریاض۔10اکتوبر(اے پی پی) سعودي عربستان وئيلي دي سعودي حكومت به د فلسطيني اولس حقونو ترلاسه كولو له د دوئي تر څنګ ولاړ وي۔ د سعودی خبري اژانس له مخې سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان فلسطيني صدر محمود عباس سره ټېلېفوني خبرو كړي ۔ دواړو لارښودو په دې مهال په غزه كښې د تاؤ تريخوالي په صورتحال ٬ د سيمې په سلامتيا او استحكام د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ولي عهد په دې خبره زور راوړو چې سعودي عربستان د فلسطيني اولس د حقونو ترلاسه كولو او يو منصفانه او بشپړ امن ته رسېدو لپاره دوئي سره ولاړ دے۔ دې څخه وړاندې ده مصري صدر عبد الفتاح السيسي سره په غزه كښې د روانې كړكېچنې وضعې مخنيوي لپاره د هڅو تندولو په حاجت مواقفت وكړو۔ د مصر صدارتی وياند ووئيل سعودي ولي عهد د ټېلېفوني خبرو په مهال په دې نازك پړاؤ زغم څخه د كار اخستلو په حاجت زور راوړو۔ وياند سپيناوے وكړو چې د مصر او سعودي عربستان ترمينځه د فلسطين مسئلې په اړه د مشاورت په روان ساتلو اتفاق شوے۔

مزید خبریں