د خېبرپښتونخوا ګورنر ټانك كښې په ټرافېك پوليس اهلكارو د ډزو غندنه وكړه

  پیښور 28 ستمبر (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ټانك كښې په ټرافېك پوليس اهلكارو د ډزو د پیښې سختې غندنې كولو سره اعلٰی چرواكو څخه رپورټ وغوښتلو ۔د ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر وزير آباد ټانك كښې د ټرافېك پوليس په ګاډي د ترهه ګرو په بريد كښې د درېو اهلكارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونې كولو سره د هغوي كورنيو او خپلوانو …

 

پیښور 28 ستمبر (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي ټانك كښې په ټرافېك پوليس اهلكارو د ډزو د پیښې سختې غندنې كولو سره اعلٰی چرواكو څخه رپورټ وغوښتلو ۔د ګورنر هاؤس وياند له مخې د خېبرپښتونخوا ګورنر وزير آباد ټانك كښې د ټرافېك پوليس په ګاډي د ترهه ګرو په بريد كښې د درېو اهلكارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونې كولو سره د هغوي كورنيو او خپلوانو سره د يو والي څرګندونه وكړه۔ده ژوبل شوو ته د هر ممكنه طبي مرستې وركولو امر كولو سره د هغوي روغ صحت لپاره دعا وكړه۔