په 19 اېشين ګيمز كښې پاكستان ازبكستان ته 2-18 ګول سره ماتې وركړه

اسلام آباد۔28ستمبر(اے پی پی) د چين په هانګ زو ښار كښې په 19 اېشين ګېمز كښې د پاكستان د هاكۍ لوبډلې د فتوحاتو لړۍ روانه ده٬ پاكستان د خپل پول په درېم مېچ كښې ازبكستان ته 2-18 ګول سره ماتې وركړه۔ د پاکستان هاكۍ لوبډلې په خپلو درې پول مېچونو كښې تر دې دمه په مجموعي توګه 34 ګول سكور كړي دي۔ د پاکستان لخوا د ازبكستان په ضد مېچ …

اسلام آباد۔28ستمبر(اے پی پی) د چين په هانګ زو ښار كښې په 19 اېشين ګېمز كښې د پاكستان د هاكۍ لوبډلې د فتوحاتو لړۍ روانه ده٬ پاكستان د خپل پول په درېم مېچ كښې ازبكستان ته 2-18 ګول سره ماتې وركړه۔ د پاکستان هاكۍ لوبډلې په خپلو درې پول مېچونو كښې تر دې دمه په مجموعي توګه 34 ګول سكور كړي دي۔ د پاکستان لخوا د ازبكستان په ضد مېچ كښی ارباز احمد 5 ٬ رانا وحيد او افراز 3 ٬ 3 ٬ عمر بھټه او عبد الرحمن 2 ٬ 2 او ارشد ٬ رومان خان او سفيان خان 1 ٬ 1 ګول وكړو۔ په پوائنټس ټېبل پاكستان په اولني هند په دوهم او جاپان په درېم لمبر دے۔ پاكستانۍ لوبډله به په 30 ستمبر د روايتي حريف هند په ضد خپل څلورم پول مېچ كوي كوم به چې د پاكستاني وخت لمخې په 15:45بجې ماښام كولې شي۔ په اېشين ګېمز هاكي مقابلو كښې 12 ډلې ګډون كوي۔ لوبډلې په دوه پولونو كښې وېشلې شوي دي۔ د پاکستان په شمول هند ، جاپان، بنګله دېش، سنګا پور او د ازبکستان لوبډلې پول اے او كوريا ، ملائشیا، چین ، اومان ، تھائی لېنډ او د انډونیشیا لوبډلې پول بي كښې شامل دي۔

مزید خبریں