بغداد ۔27ستمبر(اے پی پی) د عراق نېنوي ولايت په همدانيه اولسوالۍ كښې د واده په يوه دستوره كښې د اور لګېدو پېښې له امله ناوك او د ناوې پشمول 100 څخه زيات كسان مړه او 150 ژوبل شوي دي۔ د برطانېي رسنيو له مخې د نېنوي دوهم ګورنر حسن العلق وئيلي دي د 113 كسانو د مرګ تصديق شوے دے۔ سركاري ميډيا د ژوبل شوو كسانو شمېره 150 ښودلې ده۔ …
عراق٬ د واده په دستوره كښې د اور لګيدو پيښه ٬ 113 كسان مړه ٬ 150 ژوبل
بغداد ۔27ستمبر(اے پی پی) د عراق نېنوي ولايت په همدانيه اولسوالۍ كښې د واده په يوه دستوره كښې د اور لګېدو پېښې له امله ناوك او د ناوې پشمول 100 څخه زيات كسان مړه او 150 ژوبل شوي دي۔ د برطانېي رسنيو له مخې د نېنوي دوهم ګورنر حسن العلق وئيلي دي د 113 كسانو د مرګ تصديق شوے دے۔ سركاري ميډيا د ژوبل شوو كسانو شمېره 150 ښودلې ده۔ د سرکاری ميډيا له مخې د ځائي شهري دفاع وېنا ده چې د واده دستورې په مهال د آتش بازۍ له امله په ايونټ هال كښې اور ولګېدو۔ دا پېښه د نهې په ورځ ماښام د قطبي ولايت نېنوی په همدانيه اولسوالۍ كښې رامخې ته شوه۔ د عراقی سول ډیفنس ډائرېکټورېټ وېنا ده چې د اور لګېدو د لاسه د هال ځينې برخې پرېوتې۔ د سيمې ګورنر وئيلي دي چې ژوبل شوي كسان د نېنویٰ بېلو روغتونونو ته منتقل كړے شوي۔ ده ووئيل د مړو او ژوبل شويو شمېره حتمي نه ده بلكې دې كښې زياتوالے راتللے شي۔










