د ايشين ګيمز هاكۍ ايونټ كښې پاكستان د خپل ګروپ دريم مېچ د ازبكستان په ضد په 28 ستمبر كوي

اسلام آباد۔26ستمبر(اے پی پی) د چين په هانګ زو ښار كښې په روان 19م اېشين ګېمز كښې د هاكۍ ايونټ كښې به پاكستان د خپل ګروپ درېم مېچ د ازبكستان په ضد په 28 ستمبر كوي۔ دې څخه وړاندې پاكستان په خپل اولني مېچ كښې سنګاپور ته د صفر په مقابل كښې په 11 ګولونو ماتې وركړې وه۔ اولمپیئن راؤ سلیم ناظم وئيلي دي كه قومي لوبډله د ازبكستان په …

اسلام آباد۔26ستمبر(اے پی پی) د چين په هانګ زو ښار كښې په روان 19م اېشين ګېمز كښې د هاكۍ ايونټ كښې به پاكستان د خپل ګروپ درېم مېچ د ازبكستان په ضد په 28 ستمبر كوي۔ دې څخه وړاندې پاكستان په خپل اولني مېچ كښې سنګاپور ته د صفر په مقابل كښې په 11 ګولونو ماتې وركړې وه۔ اولمپیئن راؤ سلیم ناظم وئيلي دي كه قومي لوبډله د ازبكستان په ضد هم په دغې جذبه او د يووالي څرګندونې كولو سره لوبه وكړي نو د ازبكستان په ضد هم كاميابي ترلاسه كولې شي۔ په اېشین ګېمز هاکی مقابلو كښې 12 لوبډلې برخه اخلي كومې چې په دوو ګروپونو كښې وېشلې شوي ۔ د پاكستان په شمول هند، جاپان، بنګله دېش، سنګاپور او ازبکستان په ګروپ اے او کوریا ، ملائشیا، چین، اومان، تھائی لینډ او انډونیشیا په ګروپ بي كښې شامل دي۔

مزید خبریں