د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه٬ نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ د مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو په اړه د پاكستان دريځ په بشپړه ډول وړاندې كړو

اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په دې وروستيو كښې پايې ته د رسېدلې نيويارك خپلې 5 ورځنۍ دورې په مهال نړيوالې ورورلۍ ته د مهمو سيمو ايزو او نړيوالو چارو په اړه د پاكستان دريځ په بشپړه ډول وړاندې كړو۔ وزیر اعظم د ملګرو ملتونو 78 مې غونډې ته خطاب وكړو او په دې موقعه يۍ نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه هم وكړل۔ د وزيراعظم د دورې …

اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ په دې وروستيو كښې پايې ته د رسېدلې نيويارك خپلې 5 ورځنۍ دورې په مهال نړيوالې ورورلۍ ته د مهمو سيمو ايزو او نړيوالو چارو په اړه د پاكستان دريځ په بشپړه ډول وړاندې كړو۔ وزیر اعظم د ملګرو ملتونو 78 مې غونډې ته خطاب وكړو او په دې موقعه يۍ نړيوالو لارښودو سره ملاقاتونه هم وكړل۔ د وزيراعظم د دورې حوالې سره د ميډيا په يوه برخه كښې د وړاندې كړې شويو تاثرات برعكس د وزیر اعظم دوره او دده په مصروفياتو كښې نړيوالو لارښودو او حكومتي استازو بشپړه خوښي ولرله۔ د وزیرا عظم لخوا وړندې كړې شوي نقطه نظر د نړيوالو لارښودو نقطه نظر سره سمون لرلو كوم چې په نړيواله ميډيا په لويه كچه رامخې ته كړې شو۔ وزیر اعظم انوار الحق کاکړ په نيويارك كښې نړيوال لارښود د هند د بدمعاشې رويې په اړه خبر كړل۔ د وزیر اعظم خیالات سامعینو تسليم كړل۔ وزیر اعظم عمومي اسمبلۍ ته خپل خطاب كښې د کشمیر، اسلامو فوبیا، مالی عدم مساوات، د کووېډ د لاسه د رامخې ته شوې ګرانۍ ٬ موسمياتي بدلونونو ٬ افغانستان كښې امن ٬ د ملګرو ملتونو كردار او اصلاحات او د ترهګرۍ مسئلو هم ذكر وكړو۔ وزیر اعظم د یو این جی اے 78 مې غونډې په مهال ایرانی صدر، د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر ، د چين نائب صدر ٬ د ازبكستان صدر او د بېلو مالياتي ادارو مشرانو سره مهمې خبرې وكړې۔ د ايران صدر ابراهيم ريئسي سره په دوه اړخيزه ملاقات كښې وزيراعظم ورور هېواد ايران سره د اړيكو مضبوطولو عزم تكرار كړو۔ د چين نائب وزيراعظم هان ژینګ سره ملاقات كښې وزيراعظم د سي پېك شريكو مقصدونو ترلاسه كولو له په ګډه د كار كولو لوظ پخلې وكړو۔ وزيراعظم د ازبكستان صدر شوكت مرزیوئیف سره په دوه اړخيزه خبرو كښې سيمه ايز انضمام ته د ودې وركولو عزم څرګند كړو۔ وزيراعظم د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر سره هم ملاقات وكړو او دې يۍ په كشمير كښی د هند لخوا د بشري حقونو خلاف ورزيو په اړه خبر كړو۔ د انټرنېشنل مانیټری فنډ (آئی ایم ایف) منېجنګ ډائرېکټر کرسټالینا جارجیوا سره ملاقات كښې وزيراعظم دا د هېواد د معيشت استحكام او بحالۍ لپاره د پورته كړې شويو ځينو ګامونو په اړه خبر كړه۔ وزیراعظم انوار الحق کاکړ په ګلوبل ډوېلپمنټ انیشی اېټو (جی ډی آئی) د اعلی كچې مكالمې ته هم خطاب وكړو او د مناسب فنانسنګ ضرورت يۍ په ډاګه كړو۔ په کلائمیټ اېمبېشن سمټ 2023 كښې نګران وزيراعظم په نړۍ زور راوړو چې د پاکستان په څير پرمختګ كوؤنكو هېوادونو سره دې مالي او تكنيكي مرسته وكړې شي۔ نګران وزيراعظم د بل اېنډ مېلنډا ګېټس فاؤنډېشن شریک چیئرمین بل ګېټس سره هم ملاقات وكړو او د پوليو په ختمولو ٬ صنفي مساواتو ٬ غذائيت او مالياتي شموليت يۍ ده سره خبرې وكړې۔ دې سره سره وزيراعظم بېلو امریکی تھنک ټېنکس او میډیا آؤټ لېټس سره د خپلو مركور په مهال وزیراعظم د عبوری حکومت معاشی بحالۍ منصوبو، سیاسی، سماجی، سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو او په هېواد كښې د ټولو ټاكنو انتظاماتو په اړه خبر كړو۔

مزید خبریں