سعودي خارجه وزير سره د ملګرو ملتونو استازي ملاقات

رياض 18ستمبر(اے پی پی) سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره سوريې لپاره د ملګرو ملتونو استازي جيربيدرسن ملاقات كړې۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ له مخې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې په مهال شوي ملاقات كښې د سوريې ستونزې په اړه خبرې اترې وشوې۔ دواړو لارښودو د ملګرو ملتونو او د سعودي عربستان هڅو جاج واخست۔ خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د سوريې په …

رياض 18ستمبر(اے پی پی) سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره سوريې لپاره د ملګرو ملتونو استازي جيربيدرسن ملاقات كړې۔ د سعودي پرېس ايجنسۍ له مخې په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ غونډې په مهال شوي ملاقات كښې د سوريې ستونزې په اړه خبرې اترې وشوې۔ دواړو لارښودو د ملګرو ملتونو او د سعودي عربستان هڅو جاج واخست۔ خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان د سوريې په وحدت او سلامتيا زور راوړولو سره د روانې ستونزې سياسي حل لټولو اهميت په ډاګه كړو۔ دغسې خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان په نيويارك كښې د جي سي سي هېوادونو خارجه وزيرانو خاص غونډه كښې ګډون هم وكړو۔ د جي سي سي خارجه وزيرانو د منطقې د روانې او نړيوالې وضعې جاج اخستو سره په شريكو ګټو اډانه نكته نظر موافقت كړے دے۔