په مسجد اقصی د اسرائيلي انتها خوښو د بريد غندنه كوؤ٬ سعودي عربستان

ریاض ۔18ستمبر(اے پی پی) سعودی عربستان مسجد اقصی ته د قابض اسرائيلي ځواكونو په سرپرستۍ كښې د انتها خوښو په زور د ننوتلو پېښې سخته غندنه كولو سره خپل احتجاج ريكارډ كړے دے۔ سعودي خبري اژانس د خارجه وزارت بيان حوالې سره وئيلي چې دا ډول اقدامات د نړيوالو قاعدو او ضابطو ښكاره خلاف ورزي ده او دې سره د ټولې اسلامي نړۍ جذباتو ته زيان رسېدلې دې۔ سعودی خارجه …

ریاض ۔18ستمبر(اے پی پی) سعودی عربستان مسجد اقصی ته د قابض اسرائيلي ځواكونو په سرپرستۍ كښې د انتها خوښو په زور د ننوتلو پېښې سخته غندنه كولو سره خپل احتجاج ريكارډ كړے دے۔ سعودي خبري اژانس د خارجه وزارت بيان حوالې سره وئيلي چې دا ډول اقدامات د نړيوالو قاعدو او ضابطو ښكاره خلاف ورزي ده او دې سره د ټولې اسلامي نړۍ جذباتو ته زيان رسېدلې دې۔ سعودی خارجه وزارت قابض اسرائيلي ځواكونه د دې خلاف ورزيو په نتيجه كښې د رامخې ته شوي صورتحال ذمه وار ګرځولو سره په نړيواله ورورولۍ زور راوړے دے چې هغه دې د اسرائيل د مخ په زياتېدونكو كارروائيو ختمولو له خپل كردار ترسره كړي۔ بيان كښی دا هم وئيلې شوي دي چې نړيواله ورورولي دې د فلسطيني وګړو تحفظ او د دې شخړې ختمولو له ټول ضروري ګامونه پورته كړي۔