طرابلس 18ستمبر(اے پی پی)لېبيا كښې په سېلاب ځپلي ښار درنه كښې تر يوې اونۍ د ملبې لاندې ګېر پاتې شوې دوه ماشومانې ژوندۍ راويستلې شوي دي۔ د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې د لېبيا هلال احمر ډلې اعلان كړی چې د مرستې غړو ته دوه انجونې ژوندۍ ترلاسه شوي كومې چې د ملبې لاندې يو شمېر ورځې پاتې كېدو باوجود په معجزانه توګه بچ كړې شوي دي۔ دا انجونې په …
د لېبيا درنه ښار كښې تر يوې اونۍ د ملبې لاندې ګېر پاتې شوې دوه ماشومانې ژوندۍ راويستلې شوي دي
طرابلس 18ستمبر(اے پی پی)لېبيا كښې په سېلاب ځپلي ښار درنه كښې تر يوې اونۍ د ملبې لاندې ګېر پاتې شوې دوه ماشومانې ژوندۍ راويستلې شوي دي۔ د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې د لېبيا هلال احمر ډلې اعلان كړی چې د مرستې غړو ته دوه انجونې ژوندۍ ترلاسه شوي كومې چې د ملبې لاندې يو شمېر ورځې پاتې كېدو باوجود په معجزانه توګه بچ كړې شوي دي۔ دا انجونې په يوداسې وخت كښې ملبې څخه راويستلې شوي كله چې د بې دركه كسانو درك لګولو له چارې د نړيوالې مرستې په بنياد روانې دي۔ هلال احمر درنه ښار كښې د ودانۍ ملبې لاندې تر څو ورځو د ګېر پاتې شويو دوه ماشومانو ژوندۍ راويستلو وډيو شېئر كړې ده۔ د يادونې وړ ده چې په دې سخت طوفان كښې په درنه ښار كښې په زرګونو كسان مړه شوي۔










