يو اے اي د 17 الوتكو د لارې 450 ټنه د مرستې سامان لېبيا ته ولېږلو

دبئي 18ستمبر(اے پی پی) متحده عرب امارات د 17 الوتكو د لارې 450 ټنه د مرستې سامان لېبيا ته لېږلې۔ د العربيه نيوز لمخې متحده عرب امارات لېبيا كښې سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان لېږلو لړۍ روانه ساتلې ده او تر دې دمه د 17 الوتكو د لارې 450 ټن خوراكي توكي ٬ داروګان او په كورونو كښې كارول كېدونكې د عام ضرورت سامان لېږلې دې۔ د امارات لخوا …

دبئي 18ستمبر(اے پی پی) متحده عرب امارات د 17 الوتكو د لارې 450 ټنه د مرستې سامان لېبيا ته لېږلې۔ د العربيه نيوز لمخې متحده عرب امارات لېبيا كښې سېلاب ځپليو لپاره د مرستې سامان لېږلو لړۍ روانه ساتلې ده او تر دې دمه د 17 الوتكو د لارې 450 ټن خوراكي توكي ٬ داروګان او په كورونو كښې كارول كېدونكې د عام ضرورت سامان لېږلې دې۔ د امارات لخوا عصري آلات لرونكې مرستيالې ډلې هم لېږلې شوي دي او هغوي ته څلور چورلكې وركړی شوي دغسې چې ځپليو سيمو كښې د مرستې كارروائي كولو سره وګړي محفوظ سيمو ته منتقل كړي۔ د مرستې ډلې لېږلو نه وروستو خصوصي ګاډي او د مړو لټونو لپاره آلات هم لېږلې شوي دي۔ د يادونې وړ ده چې ليبيا لپاره د مرستې سامان د صدر محمد بن زايد النهيان په سپارښتنه لېږلې شي۔