بیجنګ۔17ستمبر(اے پی پی) د چین وزیر اعظم لی چھیانګ په نان نینګ كښې د 20 م چین-آسیان ایکسپو او چین-آسیان بزنس اېنډ انوېسټمنټ سمټ پرانستې دستوره كښې ګډون وكړو۔ د کمبوډیا، لاؤس، ملائیشیا، ویتنام، انډونیشیا، تھائی لینډ او آسیان هېوادونو او نورو هېوادونو قامي لارښودو او كاروباري استازو په شمول نزدې 1200 شخصياتو دې دستوره كښې ګډون وكړو۔ د چینائي ميډيا لمخې د چين وزيراعظم په دې موقعه خپل خطاب …
د چين بيلټ اېنډ روډ انیشیټو ته وده وركولو له په ګډه د كار كولو اعلان ، چین- آسیان اړيكې د همكارۍ تر ټول كامياب او فعال مثال جوړې شوې ٬ چينائي وزيراعظم
بیجنګ۔17ستمبر(اے پی پی) د چین وزیر اعظم لی چھیانګ په نان نینګ كښې د 20 م چین-آسیان ایکسپو او چین-آسیان بزنس اېنډ انوېسټمنټ سمټ پرانستې دستوره كښې ګډون وكړو۔ د کمبوډیا، لاؤس، ملائیشیا، ویتنام، انډونیشیا، تھائی لینډ او آسیان هېوادونو او نورو هېوادونو قامي لارښودو او كاروباري استازو په شمول نزدې 1200 شخصياتو دې دستوره كښې ګډون وكړو۔ د چینائي ميډيا لمخې د چين وزيراعظم په دې موقعه خپل خطاب كښې ووئيل چین-آسیان اړيكې په آسيا پېسفک سيمه كښې د همكارۍ تر ټولو كامياب او متحرك مثال جوړې شوي دي۔ د صدر شی جن پنګ څلور ټكي “په زړه پورې ګاونډيتوب ٬ خلوص، شريكې ګټې او جامعیت” نه يوازې د چين د بهرنۍ سفارت كارۍ بنيادي رخ دي بلكې د يو ګډ غوره سباؤن جوړولو لپاره هم مهم دي۔









