د محمد سراج خطرناك باؤلنګ، هند سري لنكا ته له يو اړخيزه مقابلې وروستو په 10 وكټونو ماتې وركولو سره په 8م ځل د آسيا كپ ټائټل په خپل نوم كړو

کولمبو۔17ستمبر(اے پی پی) د محمد سراج تباہ کن باؤلنګ له امله هند سري لنكا ته له يو اړخيزه مقابلې وروستو په 10 وكټونو ماتې وركولو سره په 8م ځل د آسيا كپ ټائټل په خپل نوم كړے دے۔ په پرېكنده معركه كښې سري لنكا لوبډلې په 15.2 اوورز كښې يوازې 50 رنز جوړ كړې شول۔ محمد سراج د کېریئر تر ټولو ښه باؤلنګ كولو سره 6 لوبغاړي آؤټ كړل۔ په …

کولمبو۔17ستمبر(اے پی پی) د محمد سراج تباہ کن باؤلنګ له امله هند سري لنكا ته له يو اړخيزه مقابلې وروستو په 10 وكټونو ماتې وركولو سره په 8م ځل د آسيا كپ ټائټل په خپل نوم كړے دے۔ په پرېكنده معركه كښې سري لنكا لوبډلې په 15.2 اوورز كښې يوازې 50 رنز جوړ كړې شول۔ محمد سراج د کېریئر تر ټولو ښه باؤلنګ كولو سره 6 لوبغاړي آؤټ كړل۔ په ځواب كښی هند مطلوبه هدف 51 رنز د كوم زيان نه غېر په 7 اوورز كښې ترلاسه كړو۔ محمد سراج د مېچ او کلدیپ یادیو د ټورنامنټ تر ټولو غوره لوبغاړې وګرځولے شو۔ د اتوار په ورځ په آر پریماداسا سټېډیم ، کولمبو كښې د ټورنامنټ فائنل مېچ كښی د سري لنكا كپتان ډاسن شناکا ټاس ګټلو سره د بېټنګ كولو پرېكړه وكړه كومه چې ناسمه ثابت شوه۔ هندي باؤلرانو د سري لنكا ټوله ډله په 15.2 اوورز كښې د 50 په مجموعي سكور پویلین ته ولېږله۔ کوسال پریرا ، سدیرا سمراوکرما ، چاریتھ اسلانکا ، ډاسن شناکا او ماتھیشا پتھریان په صفر آؤټ شول۔ پاتھم نسانکا 2 ، کوسال مینډس 17 ، دهننجایا ډی سلوا 4 ، دونتھ ویلالیج 8 او پرمود مدوشان يو رن جوړ كړے شو۔ دوشان هیمانتھا 13 رنز سره ناټ آؤټ پاتے شو۔ محمد سراج د کیریئر تر ټولو غوره باؤلنګ كولو سره د 21 رنز په عوض 6 لوبغاړي آؤټ كړل۔ په ځواب كښې هند د 51 رنز آسان هدف په 6.1 اوورز كښې د كوم زيان نه غېر ترلاسه كړو٬ شبمن ګل 27 او ایشان کشن 23 رنز جوړ كړل او ناټ آؤټ پاتے شول۔

مزید خبریں