جوهانسبرګ۔31 اګست(اے پی پی) د سوئيلي افريقا په جوهانسبرګ ښار كښې په 5 چتيزه ودانۍ كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 38 كسان مړه او 40 ژوبل شوي دي۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې لمخې په جوهانسبرګ كښې د اېمرجنسي مېنجمنټ سروسز وياند رابرټ مولاؤدزي ووئيل چې فائر فائټر دا مهال په اور قابو موندلو كښې بوخت دي او رېسكيو ميډيكل ډله ژوبل شويو ته ابتدائي طبي مرسته …
سوئيلي افريقا ٬ په ودانۍ كښې د اور لګيدو پيښه ٬ 38 كسان مړه ٬ 40 ژوبل

مزید خبریں
جوهانسبرګ۔31 اګست(اے پی پی) د سوئيلي افريقا په جوهانسبرګ ښار كښې په 5 چتيزه ودانۍ كښې د اور لګېدو پېښې په نتيجه كښې 38 كسان مړه او 40 ژوبل شوي دي۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې لمخې په جوهانسبرګ كښې د اېمرجنسي مېنجمنټ سروسز وياند رابرټ مولاؤدزي ووئيل چې فائر فائټر دا مهال په اور قابو موندلو كښې بوخت دي او رېسكيو ميډيكل ډله ژوبل شويو ته ابتدائي طبي مرسته وركولو څخه وروستو روغتونونو ته منتقل كوي۔ دوئي ووئيل چې زياتره كسان ودانۍ څخه د وتلو په مهال د زياتې ګڼې ګوڼې له امله ژوبل شوي دي په دوئي كښې ځينې زيات سوزېدلي دي۔










