اسلام آباد 30 اګست(اے پی پی) د قومي لوبډلې كپتان بابر اعظم او مډل آرډر بېټر افتحار احمد په ون ډے مېچ كښې په كوم هم وكټ تر ټولو د زيات پارټنرشپ ريكارډ جوړ كړے دے۔ دشورؤ په ورځ په ملتان كركټ سټېډيم كښې شوي د آسيا كپ پرانستې مېچ كښی كپتان بابر اعظم او افتحار احمد د 5 م وكټ په پارټنرشپ كښې 214 رنز جوړ كړل۔ بابراعظم په …
بابراعظم او افتخار احمد په پاكستان كښې په كوم هم وكټ تر ټولو د زيات پارټنرشپ ريكارډ جوړ كړو

مزید خبریں
اسلام آباد 30 اګست(اے پی پی) د قومي لوبډلې كپتان بابر اعظم او مډل آرډر بېټر افتحار احمد په ون ډے مېچ كښې په كوم هم وكټ تر ټولو د زيات پارټنرشپ ريكارډ جوړ كړے دے۔ دشورؤ په ورځ په ملتان كركټ سټېډيم كښې شوي د آسيا كپ پرانستې مېچ كښی كپتان بابر اعظم او افتحار احمد د 5 م وكټ په پارټنرشپ كښې 214 رنز جوړ كړل۔ بابراعظم په 131 بالونو 151 رنز جوړ كړي په كومو كښې چې 4 چھكې او 14 چوكې شامل وې۔ مډل آرډر بېټر افتخار په 71 بالونو 109 رنز جوړ كړل۔ دده په اننګز كښې 4 چھكې او 11 چهكې شامل وې۔ بابراعظم د خپل ون ډے کیریئر 19مه سنچري سكور كړه۔ دې په كم اننګز كښې 19 سنچرۍ جوړونكې د نړۍ اولنے بېټر جوړ شو۔ افتخار احمد د خپل ون ډے کیریئر اولنۍ سنچري سكور كړه۔ دې څخه وړاندې په ون ډے كښې دده زيات سكور 94 ناټ آؤټ وو۔










