د پاكستان او افغانستان ترمينځه دريم او وروستې ميچ سبا كيږي ٬ پاكستان ته د 0-2 پريكنده بريا ترلاسه ده

اسلام آباد۔25 اګست (اے پی پی) د پاكستان او افغانستان ترمينځه په درې يو ورځنيو مېچونو د مشتمل سيريز درېم او وروستې مېچ (سبا) د خالي په ورځ په سري لنكا كښې كېږي۔ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي او د پاكستان د وخت له مخې به په دوه نيمې بجې پېل كېږي۔ ګرين شرټس ته د افغانستان په ضد په سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ …

اسلام آباد۔25 اګست (اے پی پی) د پاكستان او افغانستان ترمينځه په درې يو ورځنيو مېچونو د مشتمل سيريز درېم او وروستې مېچ (سبا) د خالي په ورځ په سري لنكا كښې كېږي۔ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي او د پاكستان د وخت له مخې به په دوه نيمې بجې پېل كېږي۔ ګرين شرټس ته د افغانستان په ضد په سيريز كښې د 0-2 پرېكنده بريا ترلاسه ده۔ پاكستانۍ كركټ لوبډلې په اولني مېچ كښې افغانستان ته په لويې مارجن 142 رنز او په دويم مېچ كښې د يوې سختې مقابلې څخه وروستو په يو وكټ ماتې وركړې وه۔ د پاكستان او افغانستان لوبډلې دا مهال په سري لنكا كښې موجود دي۔ د پاكستان لوبډلې مشري نوموړے بېټر بابر اعظم او د افغانستان حشمت الله شهيدي كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د پاكستان او افغانستان ترمينځه درېم او وروستې يو ورځنې مېچ به د روانې مياشتې په 26 مه نېټه د خالي په ورځ كولې شي۔ دا مېچ به هم د سری لنکا په مهندا راجا پاکسا انټرنېشنل سټېډیم، همبنټوټا كښې كېږي۔

مزید خبریں