د پاكستان او افغانستان ترمينځه دويم يو ورځنې مېچ د زيارت په ورځ كېږي ٬ پاكستان ته د افغان لوبډلې په ضد د 0-1 بريا ترلاسه ده

همبنټوټا۔23 اګست(اے پی پی) د پاكستان او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځنيو مېچونو سيريز دويم مېچ د زيارت په ورځ په سري لنكا كښې كولې شي۔ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي او د پاكستان د معياري وخت له مخې ماسپخين دوه نيمې بجې به پېل كېږي۔ ګرين شرټس ته د افغانستان په ضد د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ پاكستانۍ …

همبنټوټا۔23 اګست(اے پی پی) د پاكستان او افغانستان كركټ لوبډلو ترمينځه د درې يو ورځنيو مېچونو سيريز دويم مېچ د زيارت په ورځ په سري لنكا كښې كولې شي۔ دا مېچ به ډے اېنډ نائټ وي او د پاكستان د معياري وخت له مخې ماسپخين دوه نيمې بجې به پېل كېږي۔ ګرين شرټس ته د افغانستان په ضد د درې مېچونو په سيريز كښې د 0-1 بريا ترلاسه ده۔ پاكستانۍ لوبډلې په اولني مېچ كښې افغان لوبډلې ته 142 رنز سره ماتې وركړې وه۔ د پاکستان او افغانستان كركټ لوبډلې دا مهال په سري لنكا كښې دي۔ د دواړو ترمينځه د درې يو ورځنيو مېچونو سير يو مېچ شوے دے۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشري نوموړې بېټر بابر اعظم او د افغان لوبډلې حشمت الله كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه درېم او وروستې يو ورځنې مېچ به د اګست په 26 مه نېټه كېږي۔ د سيريز پاتې دواړه مېچونه به هم ډے اېنډ نائټ وي او دا به په مهندا راجا پاکسا انټرنېشنل سټيډيم، همبنټوټا كښې كولې شي۔

مزید خبریں