فلورېډا۔9اګست(اے پی پی)د وېسټ انډيز او هند كركټ لوبډلو ترمينځه په 5 مېچونو د مشتمل سيريز څلورم ټي ټونټي مېچ د روانې مياشتې په 12 مه نېټه سېنټرل بروورډ ریجنل پارک سټېډیم ټرف ګراؤنډ، لاؤډر هل، فلورېډا كښې كېږي۔ كوربه لوبډلې وېسټ انډيز ته د مېلمه لوبډلې په ضد د 5 مېچونو په سيريز كښې د 1-2 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې په اولني ټي ټونټي مېچ كښې هند ته …
د وېسټ انډيز او هند ترمينځه څلورم ټي ټونټي كركټ مېچ د اګست په 12 مه نېټه كېږي

مزید خبریں
فلورېډا۔9اګست(اے پی پی)د وېسټ انډيز او هند كركټ لوبډلو ترمينځه په 5 مېچونو د مشتمل سيريز څلورم ټي ټونټي مېچ د روانې مياشتې په 12 مه نېټه سېنټرل بروورډ ریجنل پارک سټېډیم ټرف ګراؤنډ، لاؤډر هل، فلورېډا كښې كېږي۔ كوربه لوبډلې وېسټ انډيز ته د مېلمه لوبډلې په ضد د 5 مېچونو په سيريز كښې د 1-2 بريا ترلاسه ده۔ كوربه لوبډلې په اولني ټي ټونټي مېچ كښې هند ته 4 رنز او دويم مېچ كښې 2 وكټونو سره ماتې وركړې وه۔ بياهم هند په درېم مېچ كښې وېسټ انډيز ته 7 وكټونو سره ماتې وركولو سره مقابله 1-2 كړې وه۔ دې څخه وړاندې د دوه ټېسټ مېچونو سيريز هندي لوبډلې 0-1 او د درې ون ډے مېچونو سيريز 1-2 سره ګټلې وو۔ د هندي لوبډلې مشري نوموړے آل راؤنډر هردیک پانډیا او د كوربه لوبډلې رومېن پاؤل كوي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د ټي ټونټي 5 م او وروستې مېچ به په 13 اګست سېنټرل بروورډ ریجنل پارک سټېډیم ټرف ګراؤنډ، لاؤډر هل، فلورېډا كښې كېږي










