په اېشین چېمپئنز ټرافۍ كښې به پاكستان خپل اولنے مېچ د ملائيشيا په ضد كوي

اسلام آباد۔2اګست(اے پی پی) په اېشین چېمپئنز ټرافی كښې به پاكستان خپل اولنے مېچ (سبا) د زيارت په ورځ د ملائيشيا په ضد كوي۔ د اېشین هاکی فېډرېشن له مخې اېشین چېمپئنز ټرافی به سبا د زيارت ورځې څخه تر 12 اګست د هند په چنائي ښار كښې كېږي۔ په ایونټ كښې د ټولو لوبډلو يو پول جوړ كړے شوے دے په كوم كښې چې هند ٬ کوریا، ملائیشیا، پاکستان، …

اسلام آباد۔2اګست(اے پی پی) په اېشین چېمپئنز ټرافی كښې به پاكستان خپل اولنے مېچ (سبا) د زيارت په ورځ د ملائيشيا په ضد كوي۔ د اېشین هاکی فېډرېشن له مخې اېشین چېمپئنز ټرافی به سبا د زيارت ورځې څخه تر 12 اګست د هند په چنائي ښار كښې كېږي۔ په ایونټ كښې د ټولو لوبډلو يو پول جوړ كړے شوے دے په كوم كښې چې هند ٬ کوریا، ملائیشیا، پاکستان، جاپان او چین شامل دے۔ پاكستان به خپل اولنے مېچ په 3 اګست د ملائيشيا ٬ دويم په 4 اګست د كوريا ٬ درېم په 6 اګست د جاپان٬ څلورم په 7 اګست د چين او پنځم په 9 اګست د روايتي حريف هند په ضد كوي۔ د ايونټ فائنل به په 12 اګست كولې شي

مزید خبریں