په تېر دور كښې د پي ټي وي او راډيو پاكستان د نيلامۍ خبرې شوېدي٬ دا ادارې يوازې ودانۍ نه قامي اثاثه دي٬ نېشنل براډ كاسټر ګرده نړۍ كښې زمونږ شناخت وي۔ وفاقي وزيره مريم اورنګزېب

پېنډۍ 30 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې په تېر دور كښې د پي ټي وي او راډيو پاكستان د نيلامۍ خبرې شوې٬ دا ادارې يوازې ودانۍ نه قامي اثاثه دي٬ نېشنل براډ كاسټر ګرده نړۍ كښې زمونږ شناخت وي، زمونږ مقصد قامي ادارې د پاكستان شناخت لپاره استعمالول دي، د راډيو پاکستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د 1000 …

پېنډۍ 30 جولائي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې په تېر دور كښې د پي ټي وي او راډيو پاكستان د نيلامۍ خبرې شوې٬ دا ادارې يوازې ودانۍ نه قامي اثاثه دي٬ نېشنل براډ كاسټر ګرده نړۍ كښې زمونږ شناخت وي، زمونږ مقصد قامي ادارې د پاكستان شناخت لپاره استعمالول دي، د راډيو پاکستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د 1000 کلو واټ ډيجيټل ډي آر اېم ميډيم ويو ټرانسميټر تنصيب سره به د 52 نه زيات هېوادونو كښې د راډيو خپرونې ورسي، د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزېرې د اتوار په ورځ د پېنډۍ په خوا اوشا روات سيمه كښې د راډيو پاکستان د 1000 کلو واټ ډيجيټل ډي آر اېم ميډيم ويو ټرانسميټر د بنياد تيګه كېښودو نه پس ميډيا سره په خبرو كښې كړې ۔ په دې موقع د اطلاعات او خپرونو سېكتر سهېل علي خان، د راډيو پاكستان ډائريکټر جنرل طاهر حسن پشمول نور هم موجود وو۔ وفاقي وزيرې ووئيل په وړومبي ځل د 1000 کلو واټ ډيجيټل ډي آر اېم ميډيم ويو ټرانسميټر نصب كېږي كوم چې د راډيو په تاريخ كښې اهم سنګ ميل دے٬ دا ټېكنالوجي ګرده نړۍ كښې استعمالېږي۔ ده ووئيل راډيو پاكستان په كال 1947 كښې اېنا لاګ او شارټ ويو ټېکنالوجي استعمالېږي٬ په دې كښې زياتره ټرانسميټرز خپله طبعي موده ترسره كړې ده٬ راډيو پاکستان ته د ډيجيټل آر اېم ميډيم ويو ټرانسميټر سخته اړتيا وه د دې ټېكنالوجۍ په وركړه د وزيراعظم شهباز شريف، د خزانې وزير اسحاق ډار او د منصوبه بندۍ د وفاقي وزير احسن اقبال د مرستې مننه كوم، د وزيراعظم په خاص امر راډيو پاكستان په جديد ټېكنالوجۍ منتقل كېږي۔ دې ووئيل چې د اېنالاګ او شارټ ويو ټيکنالوجۍ دور ختم شوې دې اوس په نړۍ كښې د راډيو خپرونې ډيجيټل راډيو منډيال په ټيکنالوجي منتقل شوې دي۔ دې ووئيل چې د دې ټرانسميټر تنصيب سره به د راډيو پاکستان غړ او خپرونې د 52 نه زياتو هېوادونو٬ د نيمې وچې نه علاوه مېنځنۍ آسياء٬ مينځني ختيز٬ فار اېسټ، ترکيه او تر يونان اورېدې شي۔ دې ووئيل د راډيو پاکستان خپرونې به ګاٶنډي هېوادونه كور كوي چې پكښې نيپال، بنګله دېش، هند، افغانستان، ايران، متحده عرب امارات، قطر او ترکمانستان شامل دي۔ وفاقي وزيرې ووئيل د راډيو پاکستان په 20 كښې 14 ميډيم ويو طبعي عمر ترسره كړې ٶ د جديد ټرانسميټر تنصيب سره به 33 فيصده د برېښنا بچت وشي چې ورسره به د راډيو پاكستان په خرڅونو كښې كمې راشي او د خپرونو د آواز معيار به لا زيات شي۔ وفاقي وزيرې ووئيل چې پېښور كښې د مئي په 9مه نيټه د راډيو پاکستان آرکائيو، چاغي سټوډيو او د راډيو ودانۍ ته اور لګولې شوې٬ دغسې په كال 2014 كښې يوې ډولې په پي ټي وي بريد كړې۔ دې ووئيل په تېر دور كښې د پي ټي وي او راډيو پاكستان د نيلامۍ خبرې شوې٬ دا ادارې يوازې ودانۍ نه قامي اثاثه دي٬ نېشنل براډ كاسټر ګرده نړۍ كښې زمونږ شناخت وي، زمونږ مقصد قامي ادارې د پاكستان شناخت لپاره استعمالول دي۔ دې ووئيل مونږ نه يوازې د پاكستان راډيو پېښور د بحالۍ منصوبه پېل كړې بلكې په راډيو پاکستان كښې د ټېکنالوجۍ اپ ګرېډيشن هم پېل شوې۔ دې ووېيل مونږ د پي ټي وي فلكس پېل كړو چې پكښې د پي ټي وي ټول آرکائيو ډيجيټل كړې شوي دغسې د د راډيو پاكستان ټول نيشنل آرکائيو هم ډيجيټل شوې دي او وزير اعظم به ئې ډېر زر باضابطه پرانسته كوي۔ وفاقي وزيرې وفاقي سېكتر سهېل علي خان او د راډيو پاکستان ډي جي طاهر حسن له مباركي وركولو سره ووئيل چې ادارې په تندۍ سره كار كوي نو دې سره تړلے د ملازمانو مسئلې هم حل كېدې شي٬ د راډيو پاكستان د ملازمانو د تنخاګانو او پنشن په مسئلو وزارت د خزانې وزارت سره په ګډه يو نظام مرتب كړے دے۔ دې ووئيل چې په روات كښې به ميډيا سټي پېل كوٶ٬ زمونږ وژن او مشن دې چې روزګار دې زيات شي٬ راډيو سره د تړلے ملازمانو حالات دې ښه شي د دې ټرانسمشن دې ښه شي او د نړۍ نورو هېوادونو غوندې راډيو پاكستان دې هم جديد كړې شي، هم دا د وزيراعظم شهباز شريف وژن دے۔ دې ووئيل د خاص سرمايه کارۍ سهولت کونسل (اېس آئي اېف سي) جوړ شوې دې چې مقصد ئې د پاكستان ادارې او ځوانان د پرمختګ او په بېلا بېلو څانګو كحې سرمايه كارۍ ده وده وركول دي، دا ھغه وژن دې چې د لارې ېې مونږ د قرضو نه خلاصې او معاشي استحكام ترلاسه كولې شو۔ دې ووئيل الحمدلله نن راډيو پاکستان په تاريخ كښې په وړمبي ځل په جديد ټيکنالوجۍ استوار كوٶ٬ زمونږ مقصد دا ادارې د پاكستان شناخت لپاره كارول دي٬ د ټولو ادارو مننه كوٶ چا چې په دې منصوبه كښې خپله برخه اچولې٬ مونږ د اطلاعات وزارت نورې ادارې هم ډيجيټل كړې دي۔ دې ووئيل نن چې په كوم ځائ كښې پرېس كنفرنس كېږي٬ دا ځائ پنځه كاله پس راډيو پاكستان د خپلې تكنيكي پوهې د لارې بحال كړې دې په دې د راډيو پاكستان ټولو ملازمانو او انتظاميې ته مباركي وړاندې كوم۔ دې ووئيل په پاكستان كښې د 1000 کلو واټ ډيجيټل راډيو مونډيال ټيکنالوجۍ بنياد اېښې شوې دې٬ د دوه كالو دا منصوبه به په يو كال كښې د بشپړولو هڅه كوٶ۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل وزيراعظم او د مخالفې ډلې مشر مشاورت سره به د نګران سېټ اپ اعلان كولې شي، د پارلمان د تحليل كولو پرېكړه به هم اتحادي حكومت او وزيراعظم كوي، د لنډمهاله وزيراعظم په اړه چې كومې نامې وي رامخې ته به شي

مزید خبریں