20 جولائي (اے پی پی) پيښور ماډل ټاون چېک پوسټ ته نزدې په پوليس موبائل د ترهګرو لخوا د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې دوه پوليس اهلكار شهيد او دوه نور ټپيان شوي دي۔ اېس پي ورسك ارشد خان وئيلي چې د ابتدائي تحقيقاتو له مخې شهيد شوي اهلكار په پوليس موبائل ګاډې كښې موجود وو كوم چې د چيك پوسټ نفرۍ بدلولو له رسېدلې وو چې دغه مهال …
پيښور ریګی ماډل ټاون چيک پوسټ ته نزدې په پوليس موبائل بريد٬ 2 اهلكار شهيد ٬ 2 ټپيان

مزید خبریں
20 جولائي (اے پی پی) پيښور ماډل ټاون چېک پوسټ ته نزدې په پوليس موبائل د ترهګرو لخوا د ترسره شوي بريد په نتيجه كښې دوه پوليس اهلكار شهيد او دوه نور ټپيان شوي دي۔ اېس پي ورسك ارشد خان وئيلي چې د ابتدائي تحقيقاتو له مخې شهيد شوي اهلكار په پوليس موبائل ګاډې كښې موجود وو كوم چې د چيك پوسټ نفرۍ بدلولو له رسېدلې وو چې دغه مهال د ترهګرو لخوا د ډزو پېښې سره مخ شول۔ اېس پي ورسك وئيلي چې ترهګرو نزدې مقبرې څخه پوليس موبائل په نښه كړو۔ ده زياته كړه چې د ترھګرو د بريد په نتيجه كښې د پوليس دوه ځوانان شهيد شوي په كومو كښې چې موبائل ډرائيور فرمان او هېډ كانسټېبل واجد شامل دے ٬ په دې پېښه كښې دوه پوليس اهلکار فېروز او سيال سخت ژوبل شوے دے كوم چې خېبر ټيچنګ روغتون ته منتقل كړے شوے دے۔ بلخوا بريد كوؤنكي د شپي له تيارې څخه ګټه پورته كولو سره تښتېدلې بياهم سيمه كښې يۍ درك لګولو له عمليات روان دي۔ پوليس ځينې كسان د شك په بنياد نيولي او هغوي څخه يۍ تفتيش پېل كړے دے۔










