ګال۔15جولائی(اے پی پی) د پاكستان او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ سبا د اتوار په ورځ په ګال انټرنېشنل سټېډيم كښې پېل كېږي۔ په دې مېچ كښې به پاكستانۍ لوبډله د نوموړي بېټر بابر اعظم او د سري لنكا لوبډله د دیمتھ کرونا رتنے په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د دواړلو لوبډلو ترمينځه د سيريز دويم او وروستې مېچ به …
د پاكستان او سري لنكا ترمينځه اولنے ټيسټ ميچ سبا پيل كيږي

مزید خبریں
ګال۔15جولائی(اے پی پی) د پاكستان او سري لنكا كركټ لوبډلو ترمينځه په دوه ټېسټ مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ سبا د اتوار په ورځ په ګال انټرنېشنل سټېډيم كښې پېل كېږي۔ په دې مېچ كښې به پاكستانۍ لوبډله د نوموړي بېټر بابر اعظم او د سري لنكا لوبډله د دیمتھ کرونا رتنے په مشرۍ كښې مېدان ته كوزيږي۔ د دواړلو لوبډلو ترمينځه د سيريز دويم او وروستې مېچ به 24 څخه تر 28 جولائی په كولمبو كښې كولې شي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې دا سيريز د آئی سی سی ورلډ ټېسټ چثېمپئن شپ برخه ده۔ په ګال سټېډيم كښې دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه 7 ټېسټ مېچونه شوي دي په ك كومو كښې چې درې پاكستان او څلور سري لنكا ګټلې دي۔ د پاكستانۍ لوبډلې مشر بابر اعظم وئيلي چې د لوبډلې رېډ بال فارمېټ ته په راتلو راته ډېره خوشحالي شوې ده۔ ټول پام مو ګال ټېسټ ته دے او دے چېلنج لپاره چمتو يؤ۔ بابراعظم تېر كال د آئي سي سي د بهترين لوبغاړي سرګارفیلډ سوبرز ټرافی ترلاسه كړې ده۔ ده په 47 ټېسټ مېچونو كښې 3696 رنز جوړ كړې دي په كومو كښې چې 9 سنچرۍ او 26 نيمې سنچرۍ شامل دي۔ هغه دا مهال يوازينې كركټر دے كوم چې په درې واړه فارمېټ كښې په ټاپ تھري پوزيشن كښې موجود دے۔ هغه په ټېسټ كښې په درېم ٬ ون ډے كښې په اولني او ټي ټونټي كښې په دويم لمبر دے۔ ګال ټېسټ لپاره په قومي سكواډ كښې اسکواډ كښې بابراعظم ( کپتان )، محمد رضوان، عامرجمال، عبداللہ شفیق، ابرار احمد، حسن علی، امام الحق، محمد حریرہ ،محمد نواز، نسیم شاہ، نعمان علی، سلمان علی آغا، سرفراز احمد، شاہین شاہ آفریدی، سعود شکیل او شان مسعود او د دې په مقابله كښې د سري لنكا په سكواډ كښې دیموتھ کرونا رتنے ( کپتان )، نشان مدوشکا، کوسال مینډس، انجیلو میتھیوز، دنیش چندی مل، دھنن جایا ډی سلوا، پاتھون نسانکا، سدیرا سمارا وکرما، کامندو مینډس ، رمیش مینډس، پرابتھ جے سوریا، پراوین جے وکرما، کاسون راجیتھا، دلشن مدوشناکا، وشوا فرنینډو او لکشیتھا مانا سنګھے شامل دے۔ په مېچ آفیشلز كښې به راډ ټکر او الیکس واف ( فیلډ امپائرز)، کرس ګیفینی ( تھرډ امپائر) او ډیوډ بون ( مېچ ریفری) وي۔










