د چین پاکستان اقتصادی راهداری د دواړه هېوادونو د پخوانې اړيكو علامت دے۔د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال

اسلام آباد 16 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال سره د چین سفیر سن وی ډونګ وليدل ۔ د ملاقات په مهال اقتصادی راهدارۍ ،قانون نافذ کونكو ادارو تربیې په اړه په چارو بحث وشو۔ په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د معلوماتو تبادلې او قانون نافذ کونكو ادارو له پیشه وره تربیې وركولو پھ اړه په شريكه مرسته هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ …

اسلام آباد 16 ستمبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقی وزیر احسن اقبال سره د چین سفیر سن وی ډونګ وليدل ۔ د ملاقات په مهال اقتصادی راهدارۍ ،قانون نافذ کونكو ادارو تربیې په اړه په چارو بحث وشو۔ په دې مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د معلوماتو تبادلې او قانون نافذ کونكو ادارو له پیشه وره تربیې وركولو پھ اړه په شريكه مرسته هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د كورنيو چارو وزارت د اړخه جارې شوي پریس ریلیز له مخې د كورنيو چارو وزير احسن اقبال ووئيل پاکستان او چین خپلو كښې نزدې اړيكې لري۔ ده ووئيل بلوچستان صوبه د سی پیك په اړه زيات اهميت لري۔ امنيتي حالاتو ترمخه د بلوچستان شمالی او جنوبی زونز كښې تقسیم کړې شوي۔ د كورنيو چارو وزير د دې عزم څرګندونه وكړه چې چین پاکستان اقتصادی راهداری د دواړه هېوادونو د پخوانې اړيكو علامت دے، دواړه هېوادونه به په ګډه د سی پیك په ضد سازشونه ناکامه كوي۔ د چین سفیر د سی پیك په پروژه د تعینات چینائي وګړو په امنيتي انتظاماتو د اطمینان څرګندونه وكړه۔ ده د پاکستان سول آرمډ فورسز پیشه وره استعداد زياتولو له د هر ډول مرستې باور وركړو۔

مزید خبریں