سوريې په تيونس كښې د خپلې سفارتخانې بيا پرانستلو اعلان وكړو

دمشق 19اپرېل(اے پی پی)سوريې وئېلي دي په نزدې سباؤن كښې به تيونس كښې خپله سفارتخانه بيا پرانيځوو ۔د روسيې خبري اژانس له مخې د سوريې خارجه وزير فيصل مقداد تېره ورځ د تيونس صدر قيص سعيد سره د ملاقات نه پس وئېلي دي د دواړو هېوادونو ترمينځه د سفارتي اړيكو بحالولو پريكړې نه پس په تيونس كښې به د سوريه سفارتخانه بيا پرانستلې شي كومې لپاره به چې نوے سفير تعينات كولې شي۔د ملاقات په مهال د سوريې خارجه وزير او د تيونس صدر عرب منطقه كښې د شوي پېشرفت په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه او د عرب قام مفادات له ئې د خپلو هڅو تندولو عزم وكړو۔