د روژې په 27مه شپه په مسجد الحرام او مسجد نبويۖ كښې 25 لكه كسانو د ماسخوتن لمونځ ادا كړو

مکة المکرمة 18 اپرېل (اے پي پي) د سعودي عربستان په دوه مقدس جوماتونو مسجد الحرام او مسجد نبوي كښې د روژې په 27مه شپه 25 لكه كسانو د ماسخوتن لمونځ او تراويح ادا كړې۔ د سعودي خبررسنې ادارې له مخې په لمونځ ادا كوٶنكو كښې سعودي وګړي، په سعودي عربستان كښې مېشته مېشته غېر ملكيان او زيارت كوٶنكي شامل وو۔ په دې لړ كښې د الحرمين الشريفين انتظاميې خاص انتظامات كړي وو۔ د الحرمين الشريفين انتظاميې وياند هاني حېدر ووئيل د 27مې شپې د انتظاماتو نګراني نېغه په نېغه اعلیٰ شېخ ډاکټر عبدالرحمٰن السدېس خپله كوله۔ ده ووئيل چې په دې موقع د آب زم زم د تقسيم خاص انتظامات شوي وو٬ مطاف كښې د دوه لكه نه زيات د آب زم زم بوتلې٬ د صفا او مروه ترمېنځه د هديو 200 بېګز هم وېشلي شوي۔