عرب پارليمان د قطر او بحرين ترمينځه د سفارتي اړيكو د بحالۍ لوظ نامې هركلے وكړو

قاهره 14اپرېل(اے پی پی)عرب پارليمنټ د قطر او بحرين ترمينځه د سفارتي اړيكو د بحالۍ لوظ نامې هركلے كړے۔د سعودي خبري اژانس عرب ليګ تېره ورځ جاري شوي بيان په اړه وئېلي دي عرب پارليمنټ د قطر او بحرين ترمينځه د سفارتي اړيكو د بحالۍ لوظ نامه شريك اقدام او سيمه ايزې سلامتيا او استحكام ته د ودې وركولو لپاره يو مثبت ګام ګرځولے ۔د يادونې وړ ده د خيلج مرستې كونسل جنرل سېكرټرېټ هېډكوارټر كښې”د بحرين قطر فالو اپ كمېتۍ”دوهمې غونډې په مهال لوظ نامه شوې وه